The news is by your side.

یوه سپي له ورکېدو وروسته په ځان راپور درج کړ

خبریال ډاټ کام: په امریکا کې یو هوښیار سپی له خپل خاوند څخه د ورکېدلو وروسته په سمدستي ډول په سیمه کې اړوند د پولیسو ستېشن ته تللی او هلته یې پر ځان راپور درج کړی دی چې ګواکې نادرکه شوی دی.

داچې په ټوله نړۍ کې د سپي وفادارۍ په اړه پراخه بحثونه شتون لري، خلک یې په اړه بیلابیل څه وایي، مګر موږ د سپي حیرانتیا او وړ وړتیا افشا کوو چې شاید تاسو پرې وپوهږئ او حیران هم شئ.

د معلوماتو له مخې دغه هوښیار سپي د امریکا په تکساس ایالت کې اوسیږي چې له خاوند څخه د ورک کېدلو وروسته یې ځان د پولیسو سټېشن ته رسولی دی او راپور یې درج کړی وو.

ویل کېږي سپي په ناڅاپي ډول ورک شوی و او د هغه خاوند هم د سپي په پیداکولو باندې ځوریدلی و.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې هوښیار سپي انځورونه نن ډیر لاس په لاس کېږي چې په یوه مهم حالت کې ځان تر پولیسو رسولی او د خپل خاوند د پیداکېدو هڅه یې کړې وه، چې په همدې موخه ستایل شوی دی.

امریکایي وګړي وایي، چې په عموم کې انسانان پوهیږي که چیرې دوی په دا ډول ستونزه سره مخ شي، دوی د پولیسو مرکز ته ځي ، خو په دا ډول پېښه کې پولیسو سټېشن ته د سپي تګ جالبه پېښه ده.

دغه راز څېړنو هم ښودلې ده چې سپی له انسانانو را وروسته خورا هوښیار مخلوق دی چې خپله هوښیارتیا یې د ځمکې په سر ثابته کړې ده.

په امریکا کې د پولیسو یو افسر د دغې سپي ستاینه کړې ده او وايي چې د سپي دا بې ساري خوځښت زموږ د ټولو زړونه وګټل او زیاتوي چې دا تر ټولو جالبه وه دوی ته چې خورا په ارامتیا یې ځان تر پولیسو را ورسوه.

امریکایي رسنۍ وایي، چې دوی د پولیسو په سټېشن کې د دغې سپي سره لوبې هم وکړې، خو وروسته یې مالک هم پیدا شو او یاد سپی یې ورته وسپاره.

امریکایي وګړي وایي، چې د انسانانو را وروسته په ژوندیو موجوداتو کې سپی تر تولو وفاداره دی چې له خلکو سره هم خورا ډیر ژوند تېرول غواړي.

په دې وروستیو کې امریکا او نور هېوادونه له هوښیارو سپیو په استخباراتي چارو او نورو وسله والو کړنو کې هم ګټه اخلي چي له دوی سره په ډیرو سیمو کې د وسله والو بریدونو پر مهال وي.

هوښیار سپي تل د بریدونو او عملیاتو پر مهال وسله وال پوځیان له سختو مرګونو ژغوري چې له همدې امله ورته وفاداره ویل کیږي.

بهرنیان یې د ځان ساتنې، ساتیرویو کورنیو ساتنې لپاره له ځان سره ساتي او د کورنۍ د یوه غړي په صفت ورته کتل کيږي چې آن د ناروغتیا پر مهال پرې په زرګونه ډالر مصارف هم کوي.

عابد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.