The news is by your side.

د سولې مذاکراتي ټيم او د حکومت ناکامي؟

خبريال ويبپاڼه /د افغانستان د سولې لپاره غوره شوی پلاوی سر له اوسه له ماتې سره مخ مالوميږي او دلایل یې هم په دې لیکنه کې روښانه شوي.
د دې لپاره چې له یو چا سره مذاکرات وشي د ډيپلوماسۍ د اصولو پر اساس باید مقابل لوری په خورا ځرکتیا سره وپېژندل شی؛ د هغوی عادات، د خبرو طرز، عقیده، حلیمتوب، فصاحت، بلاغت، کرکټر، د دلایلو اصلونه یې او ورته نور مسایل باید وپېژندل او ښه تحلیل کړل شي تر څو د هغوی د استدلال په مقابل کې ورته برهان او ځوابونه وړاندې کړی شي.
داسې کسان او ډیپلوماټان باید خبرو اترو ته وړاندې شي چې له الفاظو سره لوبې وکړئ شي د مقابل لوري د خبرو په حرف حرف باید پوی شي او د هغوی لپاره قوي ځواب او دلیل وړاندې کړی شي، د مقابل لوري خبرې باید د مذاکراتو په جریان کې له یاده ونه باسي هرې خبرې ته یې ځیر و اوسي او په خپل نوبت کې هغه هره خبر ځواب کړي او خپلې غوښتنې او دلایل ورته وړاندې کړی شي.

حکومتي پلاوي ته څه کول په کار دي

او تر ټولو مهمه خبره لا دا ده چې حکومتي پلاوی باید په دې پوی شي چې طالب پلاوی څه ډول استدلال وړاندې کوي او څومره پرې حکومتي پلاوی تر خپل اغېز لاندې راوستلی شي. چې متاسفانه دې پلاوي ته په کتو سره حکومت له طالبانو د تېر دوه ځله خبرو اترو درک بابیزه ګڼلی او بیا یې هم د خلکو وړاندیزونه په پام کې نیولي چې باید له هر قوم، هر قشر او هرې ډلې څخه یو یو کس پکې وي. دا له وړاندې له ناکامۍ سره مخ مالوميږي چې متاسفانه د مذاکراتو پر مهال به پر یو بل د غوښتنو منلو لپاره بیا جګړه زیاتیږي او ملت به پکې وژل کیږي او ټپي کیږي.

یو څوک دې وړاندې له دې چې یاد پلاوی قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره خبرې پیل کړي د تمثیلي مذاکراتي ډلې په توګه سره کېنوي او د هغوی دلایل دې واوري، بیا دې قضاوت وکړي چې څنګه کسان یې ورته ټاکلي دي. زه باوري یم د طالب د استدلال پر وړاندې به دا کسان ناکامیږي.

زه ولې طالب په اوسنیو مذاکراتو کې پر حکومت بریالی بولم؟

ډېر دلایل شته چې ځینو ته یې دلته اشاره کوم؛ دا چې طالب ته د چا له خوا په څه ډول پلان ورکول کیږي، څنګه یو ټیم یې جوړ کړی، په دې ټیم کې څوک او د چا د لاس خلک دي دا هر څه به پرېږدو یوازې یو د قوت ټکی یې راخلم چې هغه پر اسلامي منابعو استدلال کول دي. دا نه وایم چې طالب به له قرآن او احادیثو څخه رښتیني دلایل وړاندې کړي خو لږ تر لږه دا ویلی شم چې هغوی به له آیاتونو او احادیثو شریفو څخه خپله اخستنه پر حکومتي پلاوي ور وتپي او په دې سره به یې تر تاثیر لاندې راولي، ځکه په دې پلاوي کې تر عبد رب الرسول سیاف پرته نور داسې څوک نشته چې هغه دې، شیخ الحدیث او مفسر وي، هغوی ته دې د اسلام بنسټونه، په قرآن کې راغلې حللارې، د قرآن رښتینې ماناګانې، د قرآن ټول آیاتونه او په ځانګړې توګه هغه آیاتونه چې د جګړې، جهاد او سولې په اړه راغلي هغه دې ورمالوم وي. طالب به خپله بریا د همدې مقدساتو پر استناد تر لاسه کوي.

حکومت ته ښه مالومه شوه چې په مسکو کې طالبانو له کرزي او ورسره پلاوي او په دوحه کې له ځینو افغانانو او حکومت پلوو کسانو سره څه ډول دلایل رد او بدل کړل خو بیا یې هم درس نه دی ترې اخستی او یا هم ښايي د حکومت له لوري تللو کسانو ورته کیسه نه وي کړې چې طالبانو څه ورته وویل.

د مذاکراتو لپاره د حکومت د مخالف لوري زمینه سازي
د سولې د خبرو تر پیل وړاندې طالبانو په خلکو کې د څو دلایلو له لارې نفوذ وکړ، خپله رویه یې بدله کړه، پر ژبغړاندو کسانو یې اغیز وکړ، هغوی یې تر خپل کنټرول لاندې راوستل، او چا چې به مخالفت کاوه هغه یې له منځه یوړل، د کابل څنډو کې یې حرکات پیل کړل چې پر خلکو تاثیرات واچوي او داسې نور اثرات…، د دې سره سره د سیمې استخباراتو هغه دیني عالمان هم له منځه یوړل چې د سولې په پروسه کې یې د اسلامي دلایلو پر اساس ښايي طالبان مات کړي وی او که مات نه وی ښايي د طالبانو د دلایلو اصلي قرآني رښې او احادیث یې ورته وړاندې کړی وی چې د هغوی دلیل یې پرې هیڅ کړی وی. مولوي ایاز نیازی، مولوي عزیز الله مفلح، د اسلامیاتو استاد عبدالباقي امین، ملا ریحان او داسې نور هغه کسان و چې پوهېدل او ښه دلایل یې وړاندې کولی شول خو د دې لپاره چې په سوله کې چانس ورنه کړل شی وړاندې له وړاندې له منځه یوړل شول او تاوان هم پر حکومت شول.

حل لارې

۱ـ د دې لپاره چې حکومت په خبرو کې ځان تر یوه بریده بریالی کړي نو په کار ده چې په اسلامیاتو کې رسېدلی، ژبغړاند او له قرآن او احادیثو څخه باخبره کسان د سولې خبرو ته د هغو کسانو سره یو ځای وړاندې کړي چې ښه ډیپلوماسي یې زده وي او له اوسني نړیوال سیاست او د مذاکراتو له اصولو څخه خبر وي.

۲ د دې لپاره چې طالبان پر حکومت ناجایزه غوښتنې د اسلام د مقدس دین تر نامه لاندې ونه تپي نو په کار ده چې د اسلامي نړۍ د عالمانو یوه ډله د ملګرو مللتونو سازمان د مخکښو غړو له استازو سره یو ځای د بین الافغاني مذاکراتو پروسه وڅاري. تر څو هیڅ لوری ونه شي کولی یو پر بر داسې دلایل وتپي چې په ریښه کې هغسې نه وي خو په مذاکراتو کې ترې ګټه واخستل شي. ځکه دا مالومه خبره ده چې د افغانستان په جګړه کې له اسلام څخه ناوړه ګټه اخستل شوې او لا هم اخستل کیږي، اسلام د نرمښت، سولې او ورورولی دین دی، اسلام د استدلال دين دی او د الله ج کلام دی چې ډېرو ستونزو ته پکې هواری شته دی.

۳ ښاغلی حامد کرزی، ګلبدین حکمتیار او رباني چې نه غواړي د حکومت تر چتر لاندې سولې کې ګډون وکړي مشکل نشته خپل ولسي صف دې جوړ کړي او پروسې ته دې ورشي خو داسې سیاست ته دې نه پرېښودل کیږي چې اوبه خړې کړه او ماهیان پکې ونیسه.

۴ د سولې پروسه کې دې د افغانستان له کلیوالي جرګو څخه چې د قومونو د لسیزو او پېړیو بدۍ یې په روغې جوړې بدلې کړې ګټه واخلي هغوی دې، دې خبرو ته راوستل شي.

۵ د عسکر او طالب جنګیاليو میندې او پلرونه دې راوستل شي ښايي پر هغوی د شوي ظلم کیسه یې سخت زړي کسان متوجې کړي چې له دې ملت سره ېې څه وکړل او لا هم څه ورسره کوي.
او که د دواړو لورو تر منځ دا بې باوري موجوده وي چې یو وايي حکومت د بهرنیانو لپاره کار کوي او بل وايي چې طالب د بهرنیانو لپاره کار کوي نو د دوی له منځه باید رښتین کسان سره پیدا کړي او پټې خبرې دې سره وکړي چې څنګه کولی شي د افغانستان ګټې، او د اسلام ګټې په دې مذاکراتو کې پیدا کړي او هغو ته کار وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance