The news is by your side.

په تذکره کې د مور نوم ليکل د پښتنو حق که د هغوۍ په وړاندي لوی چل

خبريال ويبپاڼه /په تذکره يا الکترونيکې پيژند پاڼو کې د مور نوم ليکل د پښتون قوم حق دی که ددې ستر ټبر پر وړاندي يو لوی چل.

شايد ډيری دا استعدال وکړي چې په اوس وخت کې د مور نوم ليکل په پيژندپاڼو يا نورو اسنادو کي په نړۍ کې دود او عامه خبر ده.خو پښتني ټولني ته په کتو او په دې ټولني کې حاکمو ديني اوکلتوري باورنو ته په پام سره به ډيره کم پښتانه زړه ښه کړي چې پيژند پاڼو کې د خپلې مور نوم وليکي.

نو که خبره همداسي وي ، په پيژند پاڼو کې د مور نوم ليکل قانوني شي. ډيری پښتانه به د تذکرې له اخيستلو څخه ډډه وکړي ، تذکره به هيڅ وانخلي.حال دا چې ددې هيواد ۷۲ سلنه وګړي پښتانه دي. هغه پښتانه چې نه غواړي په تذکره کې يې د مور نوم وليکل شي.
هغه پښتانه چې د مور او خپلو تور سرو نوم په هر ځای کې اخيستل او هر ځآي کې یادول شرم بولي ، غيرت يې بولي. د مور نوم خوندي او پټ ساتل د ځان لپاره غزت او وقار بولي.
نو بيا به څنګه يو پښتون دې ته حاضر شي چې په عام ډول په تذکره کې د خپل مور نوم وليکي؟.

نه هيڅ کله نه!

روانوحلاتو او دې ډول کارو ته په کتو دا په خپله د پښتنو په حق لوی ظلم او يو پلان شوی چل دی ، چې يوې حاکمي کړۍ ددې لپاره چې خپل واک وغځوږوي روان کړی دی.

شايد دې ته به مو پام شوي چې څو ورځي مخکي حکومت اعلان وکړ چې په ايران کې ميشتو افغانانو ته تذکرې ورکوو.
دا خو ټولو ته معلومه ده چې په ايران کې ميشت افغانان ډيری غيری پښتانه افغانان دي. داسمه ده چې حکومت دې ټولو افغانانو ته تذکرې ورکړي ځکه ټول افغانان دي او بايد افغاني هويت حق ولري. هغه که هر قوم او ټبر وي.

خو دلته خبره دا ده چې هغه تر ۲ ملينونه زيات پښتانه چې پاکستان کې مهاجر دي هغوی ته ولي تذکرې نه ورکول کيږي ، هغوی ولي له افغاني هويت څخه محرميږي.
ايا هغوی افغانان نه دي ايا هغوی دافغاني هويت حقدار او لايق نه دي؟

ولينه هر افغان د افغاني هويت حق لري.

هر افغان د نورو اساسي حقوقو.تر څنګ د خپل هيواد د تابعت حق لري دا حق لري په خپله خاوره ارام او هوسا ژوند وکړي.
چې د نورو حقوقو تر څنګ اوس پښتانه په لوی لاس د تابعت له حق څخه محروميږي.
دا هم د پښتنو افغانانو لپاره يو چل دی يو پلان شوی کار دی په لوی لاس غوښتل کيږي چې دغه لوي قوم وړوکی او اکليت پرې ډير وښودل شي.

په پيژندپاڼو کې د مور نوم د ليکلو زيانونه

۱:لومړی تر ټولو لوی زيان يې پښتانه قوم ته دا دی چې ددې قوم اکثريت وګړي به له تذکرې اخيستلو څخه ډډه وکړي چې دا په خپله يو لوی تاوان دی.
ځکه په سرشميرنه ، حقوقو ، امتيازاتو ، رايه اساسي حقوقو کې په نفوسو ډير تاکيد کيږي. که هر څومره ددې قوم تعداد کميږي هغومره د دوی په سهم ، برخه او واک کې کمښت راځي.

۲: د رايې د ورکړي او اخستني ګراف يې هم همدومره را لويږي څومره چې چې سرشميرني رسمي ارقام ولري.

۳: له ډيرو اساسي حقوقو څځه بي برخه کيږي.
ځکه د دولت ټوله بوديجه او نور ډير امتيازات د يوه ولايت د نفوسو د سرشمرني رسمي ارقامو ته په کتو تر سره او.ورکول کيږي.

نو که دا چل نه وي دا فريب نه کوي نو ولي په پيزژند پاڼو او تابعت اخيستو کې يوه داسي موضوع راپورته کيږي ټول پښتانه ورسره مخالف دي او نه غواړي دا ډول کار تر سره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.