The news is by your side.

کورونا او د واک تنده سوله او نظام ننګوي؟!

خبریال ډاټ کام/په داسې حال کې چې نړۍ د کورونا وبا ناروغۍ پر وړاندې خپلو ملتونو ته آسانتیاوې برابروي او هره شېبه د مرګونو د مخنیوي لپاره پر نویو تګلارو انرژۍ لګوي، زموږ سیاسیون او د چارو ګدۍ وال د واک او څوکۍ پر سر د یو لوی بحران کوربه دي.

بلخوا اوس مهال د افغانستان لپاره د سولې په لاس راغلی فرصت یوه تر ټولو مهمه موضوع بلل کېږي. د سیمې شیطان صفته کړۍ په همدې لټه کې دي چې د افغانستان لپاره خپلې شومې تګلارې پخې او د عمل جامه ور واغوندي. افغان حکومت، سیاسیونو او نورو ښکېلو بنسټونو باید تر اوسه د سولې لپاره پر یو واحد او ټول منلي دریځ باندې کار کړی وی او له طالبانو سره چې د سیمې استخبارات ورته پالیسۍ جوړوي، د بین الافغاني مذاکراتو څپرکی پرانیستی وی خو لا هم توانېدلي نه دي چې د ټاکنو پر سر جوړ شوی کړکېچ حل کړي.

په کار خو دا وه چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ ز کلونو له ټاکنیزو ناندریو څخه زده کړه شوې وی او ولسمشر غني د خپلې لومړنۍ دورې په پیل کې د ټاکنو لپاره منظم ټاکنیز سیستم جوړ کړی وای او د شته بدمرغیو مخه یې ډب کړې وی خو نه یوازې دا کار یې ونکړ بلکې په ټاکنیز بهیر باندې یې د ولس باور نور هم زیانمن کړ. اوس یوه لوړه فیصدي ولس په ټاکنو باندې باور نه لري او ورڅخه متنفره دي.

د تېر ملي وحدت حکومت شریک عبدالله په خپل ټول ځواک هڅه کوي چې په واک کې شریک پاتې شي او د خپلې څوکۍ سالارۍ جنون جاري وساتي. د ښاغلي عبدالله د نه منلو دریځ نظام او افغانانو ته په یوه ناسور ناروغۍ اوښتی دی. په تېر ولسمشریزه دوره کې هم له ښاغلي غني سره د څوکیو پر وېشلو او ګمارونو لګیا ؤ. دې بدمرغ حالت د هېواد ډېر هغه کارونه چې باید شوي وی، لا هم له سترو خنډونو سره مخ کړي دي.

افغانستان ته په وار وار د نجات فرېښتې په شان فرصتونه راغلل خو له بده مرغه د همدې اختلافاتو او څوکۍ سالارۍ نامراد دریځ له خاورو سره خاورې کړل. اوس چې سوله افغانستان د سیمې او نړۍ د استخباراتي ښکېلاک له لومو څخه په نسبي توګه ژغورلی شي، د غني او عبدالله تر منځ د واک وېشلو یا نه وېشلو ټراژیدۍ اوج ته رسېدلې او د دې ټولو بدمرغیو قرباني به یوازې ولس او نظام ورکوي. سره له دې چې ټاکل شوي ولسمشر غني څو ځله انعطاف وښود او له عبدالله سره جوړ جاړي ته کېناست خو ویل کېږي عبدالله عبدالله بیا هم نه ده منلې او وایي چې د واک زیاته برخه دې راکړل شي.

د لوړې مراسمو نه یوازې یوه شپه وړاندې په افغان سوله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ارګ او سپېدار تر منځ پینځه ځله تګ راتګ وکړ څو وکولی شي د دواړو لوریو تر منځ د واک پر سر جوړه شوې سناریو حل کړي. دا چې پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسی، امریکا هم هڅه کوي د تېر په څېر د کمزوري دولت لړۍ جاري وساتي. بل پلو ولسمشر غني هم د امریکا، نړیوالې ټولنې او دغه راز د پخواني ملي یووالي حکومت د شریک له فشارونو لاندې دی او ښایي هغه څه چې عبداللنه یې غوښتونکی دی، ومني.

له دې سره هم مهاله د کورونا وژونکی ویروس په ټوله نړۍ راج چلوي. د آسیا زړه ته څېرمه د چین او ایران په ګډون ډېری هېوادونه پرې اخته شوي دي. افغانستان ته هم دې ویروس مخ را واړاوه او له ایران څخه یې هرات ته په لومړي ځل سر را ښکاره کړ. تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د کورونا ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې لوبه برخه یې د هرات اوسېدونکي دي.

دا ارقام ښایي څو برابره لوړ وي خو دا چې افغانستان له نورو ستونزو سربېره په روغتیایي برخه کې هم پر ځان بسیا نه دی، نو هر څه د ثبت او معاینې له بهیره د باندې دي. بلخوا له ایران نه را ستنېدونکي کډوال ټول خپلو کورونو ته چې په لرې پرتو سیمو کې دي، تللي دي. دا چې دوی به له ځان سره څومره دا مرض لېږدولی او څومره کسان به یې ورباندې اخته کړي وي، نه کومې رسنۍ او نه هم کوم روغتیایي بنسټ ورباندې څېړنه کړې ده.

اوس وخت کې د افغانستان لپاره دوه تر ټولو ستر بحرانونه د ژورې اندېښنې وړ دي. لومړی د سولې لپاره د روانو هڅو بطی کېدل او د حکومت ګډوډ حالت او دویم یې له جګړې سربېره د کورونا وبا ناروغۍ خپرېدل چې دا به هم د ګڼ شمېر هېوادوالو ژوند وګواښي، دی.

عبدالله به یو ځل بیا د کمزوري حکومت لامل شي، څوکۍ به ډکې کړې او خپله نیمایي یا کمه فیصدي واک به واخلي. افغانان به پینځه نور کلونه هم د تېر په څېر ترخه تېر کړي خو د کرونا لپاره اندېښنه تر هغو هم ډېره ژوره ده. که څه هم چین په خپلو وروستیو بیانونو کې د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرستې ته ټټر وهلی دی خو دا چې د افغانستان  سیاسي او ټولنیز وضعیت د جړې د ډګر په څېر پېچلی دی، ښایي له دغه وبا ناروغۍ سره مبارزه هم ډېره ټکنۍ کړي.

دغه راز زموږ ټولنه یوه سنتي او رواجي ګډوله ده چې لا هم ډېری افغانان په کورونا باندې باور نه لري او د مسخرو فکر ورته کوي. د بېلګې په توګه د روغبړ کولو لپاره چې نړیوالو د دغې ناروغۍ پر وړاندې کوم وقایوي وړاندیزونه کړي، دلته یې د منلو او عملي کولو شونتیا بیخي کمه ده. ډېری خلک خو دېته هم دیني صیغه لټوي او فکر کوي چې پر مسلمانانو باندې دا ډول ناروغۍ اثر نه کوي؟! ښایي خندوونکې وي خو لا هم موږ د خپلې ټولنې په زړه کې دغه شان افکار لرو.

حکومت ته په کار ده چې د کورونا پر وړاندې لکه څنګه چې روزنیز بنسټونه یې رخصت اعلان کړل، له نورو هېوادونو څخه را ستنېدونکو هېوادوالو لپاره بېړني احتیاطي کارونه وکړي. هره ورځ له ایران نه شاوخوا لس زره افغان کډوال را ستنېږي، په کار ده چې د دوی معاینه وشي او د دغه پېښې د مثبت والي په صورت کې مستقیم روغتونونو ته ولېږدول شي. په لویو ښارونو کې د ننه د ټولو هغو ځایونو چې ګڼه ګوڼه په کې زیاته ده، ګرځبندیز ولګوي څو د کورونا ویروس له کمو نه ډېرو ته ور نه شي.

حکومت باید له هر څه وړاندې د ملت ژغورنې دریځ ته پاملرنه وکړي. موږ یوه طفیلي ټولنه یو چې ډېری اړتیاوې مو د نړیوالو پر مرستو ولاړې دي. نو که خدای مه کړه دا ناروغي دلته زیاتېږي، باید له نړیوالو مرسته وغوښتل شي.

پخواني اجرایه رییس ته په کار ده چې پر ولس، نظام او د سولې ته د هېوادوالو پر تنده ورحمېږي او د حکومت د یو اغېزمن اپوزیسیون په چوکاټ کې د نظام پولې له ورانۍ څخه وساتي.

لیکوال: مطیع الله همدرد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.