The news is by your side.

د طالب زندانیانو نه خلاصون ؛ ایا حکومت رښتیا سوله نه کوي ؟‌

خبریال ویب پاڼه / د محمد اشرف غني د فرمان پر اساس د شنبې ورځ د ۱۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون ژمنه شوې وه ؛ خو حکومت یوځل بیا له دغې ژمنې نه پر شا شو.‌

ولسمشر غني ‌یوځل بیا خپله ژمنه عملي نه کړه او دسولي پر لور اخیستونکی ګام یوځل بیا وځنډول شو .‌

غني د تېري سه شنبې په ورځ فرمان ورکړ چې په سلسله واره توګه (۵۰۰۰)‌ طالب زندانیان خوشي‌ کوي چې لمړۍ (۱۰۰) کسیزه ډله به یې د مارچ ماشتي پر ۱۴ نېټه آزاد کړل شي‌.

په لمړیو پنځو ورځو کې به (۵۰۰) او وروسته به د مارچ میاشتې تر پایه ټول (۱۵۰۰) طالب زندانیان ازادېږي‌.

د ارګ سرچینو خبریال ډاټ کام ته ویلي ‌وو چې لمړنۍ جوپه به (۵۰۰) طالب زندانیان وي‌، خو د سه شنبې په ورځ دا ستراتېژي بدله شوه .

ارګ وايي چې آزادېدونکي ‌طالب زندانیان به لیکلې ژمنه کوي چې بېرته به د جنګ لیکو ته نه ځي ؛‌ او دوی به د بایومیټریک په وسیله راجستر کېږي‌.

دا لمړنۍ پنخلس سوه زندانیان به د پروان له زندان نه آزادېږي‌ ؛ دوی کې به ډېره برخه هغه کسان وي ‌چې یا یې عمرونه لوړ دي ‌او یا هم ناروغه دي‌.‌

پاتې نور بندیان به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو په پایله کې خوشي‌ شي .

ارګ وايي چې د ولسمشر ددغه مهم فرمان له مخي‌ د ملي‌امنیت شورا ددغه پروسې د سامبالښت دنده لري‌؛ خو نوري ادارې به یې مرسته هم کوي‌.

اوس د امنیت شورا ویلي دي چې د زندانیانو پر دوسیو باندي له سره غور کول په کار دي ؛ خو خلک وايي چې که پر دوسیو د غور کولو اړتیا وه نو بیا ولي ولسمشر ژمنه کوله ؟‌

دافغانستان ډېری اوسېدونکي پر ولسمشر غني او پر هغه راڅرخېدلې کړۍ تورنوي چې د سولي‌ په وړاندي خنډونه جوړوي‌. ‌

خلک وايي‌ چې د امنیت شورا کې ځیني غړي په جګړه کې خپلي ګټي لټوي ؛ ځکه د ولسمشر فرمان ته اهمیت نه ورکوي او ولسمشر د ولس په وړاندي د روغجن معریفي کوي ؛ کنه په ( ۵۰۰۰)‌زندانیانو کې سپین ږېري او ناروغان زښت زیات دي چې بېرته د جګړې لیکوته نشي تلای .‌

وسله وال طالبان که څه هم اوس هم پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او د خلکو له لوري یې دا ستراتېژي غندل شوې هم ده ؛ ښايي د یوشمیر طالب زندانیانو په خلاصون یې په لیکو کې د سولي پلویان لا نور زیات شي .

د طالب زندانیانو خلاصون که څه هم امریکا له طالبانو سره منلط پرکړه ده او افغان حکومت به یې په هر حالت کې خوشي‌کوي ؛ خو ښه خبره به دا وای چې د نیک نیت پر بنیاد دا کار شوی وای نه د امریکا متحده ایالاتو د فشار په پایله کې .

لیکوال : سید محمد پیوند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance