The news is by your side.

بریتانیا: په ۲۴ ساعته کې د کرونا وایرس د مرګ کچه دوه ګونه شوه

خبریال ډاټ کام/ په بریتانیا کې د کرونا وایرس د خپراوي کچه په چټکي سره بره روانه ده ؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مړو شویو کسانو شمېره تر ۲۱ ورسېده او له تېريورځې تر اوسه ۱۱۴۰ کسان په په دغه وایرس اخته شويدي .د مړیني کچه په یوه ورځ کې دوه برابره کېدلو سختي اندېښنې را پارولې دي . 

پروفیس ووټی وویل: “زه پوهیږم چې د کوویډ – 19 سره تړلو مړینو شمیر کې زیاتوالی به د ډیری خلکو لپاره د اندیښنې لامل وي. عام خلک باید په هره هغه اقدام پوه شي چې موږ یې د ژوند ژغورلو او خورا زیان منونکي محافظت په لټه کې یو.”

هغه د زیانمنو ملګرو او کورنیو ته خپله خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه چېزموږ هر یو د ویروس د خپریدو په کمولو کې رول لري“.

بریتانیا کې د ماس ګیدرینګ یا لویو غونډو نه کولو خبرداری ورکول شوی دی ؛ خو بیا هم ښونځي پرانیستي دی او زدکونکي ښوونځیو ته ځي .

ولس له حکومت غواړيچې ښوونځيهم په ماس ګیدرینګ کې راځي باید بند کړل شي ؛ خو حکومت لا تر اوسه پوري دا پرېکړه نه ده کړې .

سپین په مکمل ډول د بندېدو اعلان وکړاو تر سپین وړانديپه ایټلي او بلجیم کې هم بندیز لګېدلی وو.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور ریس ډرمپ په ټوله امریکا کې بېړنی حالت اعلان کړ.

د روغتیا نړۍ وال سازمان یا ډبلیو ایچ او لا له وړاندي ددغه وایرس په تړاو په ټوله نړۍ کې وبا يي حالت اعلان کړی وو.‌

د بریتانیا ګړيهم اندېښه ښيي چې بندیز به ولګیږي ؛خو حکومت چارواکي وايي چې حالت لا تر اوسه په کنټرول کې دي .

تر اوسه ددغه وایرس واکسین نه دی جوړ شوی ، خو د بریتانیا د درملو جوړولو ادارې په بېړنۍ توګه د واکسین پر جوړولو کار کوي .

تر دم ګړیه په ټوله نړۍ کې په کرونا وایرس ۱۵۰ زره کسان اخته شوياو د مړو شویو کسانو شمېر تر ۵۰۰۰ اوښتی دی .

تر چین را وروسته دغه وایرس په اروپا کې په چټکي خپور شو چې تر ټولو ډېر یې اټلياو بیا سپین هیوادونه وځپل .‌

په چین کې دا وایرس اوس کنټرول شوی دی خو په نوره نړۍ کې په چټکۍ سره په پراخدېو روان دی .‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.