The news is by your side.

په سعودي عربستان کې پر کعبه شریفه د مارغانو طواف

خبریال ویب پاڼه / په سعودي عربستان کې د کرونا وایرس له کبله د کعبې شریفي مطاف خالي‌ کړل شوی دی او هلته طواف نه کېږي‌، خو اوس پر کعبه شریفه مرغانو تواف پیل کړی دی .یوه زیارت کوونکي‌ د هغه مرغانو ویډیو جوړه کړې ده چې پر کعبه شریفه راڅرخي او د سیل په بڼه طواف کوي .

دا ویډیو اوس په نړۍ کې د سبحال الله په نوم په خواله رسنیو کې لاس پر لاس کېږي . مسلمانان وايي چې دا د قدرت کرشمه ده او الله پآک خپلو بندګانو ته د رسول کریم د لوړوالي‌ په تړاو پیغام ورکوي‌.‌

سعودي عربستان لا له وړاندي‌ د عمرې پر مراسمو بندیز لګولی او حاجیانو ته یې هدایت کړی چې د کعبې شریفي‌ په انګړ کې له طواف کولو ډډه وکړي البته په بره پوړونو کې طواف کېږي‌.

کرونا وایرس د نړۍ هره برخه زیانمنه کړې او تر ډېره بریده اوس په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی .

اروپا کې تر اټلي ‌راوروسته په بلجیم ؛ سپین جرمنې او فرانسه کې ډېري ‌پېښي را مخ ته شوې دي .

ټولي‌ رسنۍ د کرونا په تړاو پرله پسې خبرونو پر سر اخیستي ‌دي‌.بریتانیا کې هم په تېزي‌ سره دا وایرس په پراخېدو دی .

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټوله امریکا کې د بېړني حالت (ایمرجنسي) اعلان وکړ. ډونالډ ټرمپ د روغتیايی چارواکو او د درملو دلویو کمپنیو د استازو په وړاندي په سپینه ماڼۍ کې د ایمرجنسي د اعلان پر مهال د کرونا وایرس د مقابلې لپاره (۵۰) پنځوس اربه ډالر بودیجه هم اعلان کړه .

نوموړي وویل چې امریکا به ډېر ژر د روان روغتیا يي بهران نه ځان وباسي ؛ او ټولو ایالتونو ته یې امر وکړ چې په بېړنۍ توګه د کرونا وایرس سره مبارزې ته ور ودانګي .

کرونا وایرس دم ګړی دامریکا متحده ایالاتو ټلو ایالتونو کې خپور شوی ؛ تر دم ګړیه یې (۱۰۰۰) کسان په اخته شوي  او (۴۱)  یې وژلي دي .

په امریکا کې پر لویو غونډو ؛ ودونو ؛ د موسیقۍ پر پروګرامونو؛ مذهبي او سپورتي لوی وغونډو هم بندیزونه لګول شوي دي .

ځیني ښوونیزي ادارې لا له وړاندي بندي کړل شوې وې او ځینو اوس د بندېدلو پرېکړي کړې دي .

ولسمشر ټرمپ نېشنل ایمرجنسي یا په ټوله هیواد کې بېړنی حالت په داسي حال کې اعلان کړ چې کرونا وایرس لا له وړاندي د امریکا د ونډو بازار سخت ځپلی دی .

کرونا وایرس تر دم ګړیه د نړۍ ۱۴۵  هیوادونو کې خپور شوی ؛ چې ټول ټال یې تر یولک پنځه څلوېښت زرو زیات کسان نیولي‌ او تر ۵۵۰۰  زیات یې وژلي ‌دي ؛ تر چین راوروسته یې ډېرسیوری پر اروپا يي‌ هیواد اټلي‌غوړولی دی چې اوس یې په کرونا د ککړو ناروغانو کچه تر چاینا لوړه شوه .

په اټلي ‌کې د کرونا ناروغانو شمېر اوس تر ۱۵۰۰۰ زره اوښتی دی او۱۲۶۶ کسان یې وژلي ‌دي‌.‌البته په چین کې د ۶۴ زره کسانو تر رغېدو وروسته اوس هلته ۱۳۴۸۶ د کرونا ناروغان پاتې دي‌او د مرګ کجه یې ډېره ټیټه شوې ده .

په اټلي ‌کې تېره ورځ ۲۵۴۷ کسان نوي ‌په کرونا اخته شوي ‌وو او په همدغه د جمعې ورځ یې ۲۵۰ کسان ووژل .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance