The news is by your side.

ښوونیز بنسټوله د یوې میاشتې لپاره رخصت شول

خبریال ډاټ کام/د عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو وزارت په همغږۍ او د ولسمشر غني په منظورۍ ټول ښوونیز بنسټونه د کورونا د مخنیوي له امله تر غویي (ثور) میاشتې پورې رخصت شول.

نن شنبه په سمنګان، کاپیسا او بلخ کې د کرونا دری تازه مثبتې پېښې ثبت شوې چې ورسره هم مهاله د بلخ ولایتي چارواکو وویل چې په دغه ولایت کې  ښوونځي، پوهنتونونه، په هوټلونو کې پروګرامونه او غونډې منع شوې دي او همداراز ایران او هند ته هم الوتنې هم لغوه شوې دي.

ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعات او کلتور وزارتونو په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ ټولې دولتي او خصوصي تعلیمي موسسې د وري میاشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې رخصت دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ارګ کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د عبدالله مزاري د تلین نمانځه هم لغوه شوه. هېره دې نه وي چې افغان کرېکټ بورډ هم په خپل یو تازه بیان کې له کورونا څخه د مخنیوي په پار لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ وځنډولې.

کورونا اوس په یوه نړیواله وبا ناروغۍ اوښتې ده چې د نړۍ په سطحه یې کابو یو نیم لک کسان نیولي او په لومړي ځل دا ویروس د چین په ووهان ښار کې را پیدا شو او د چین د ۸۰ زره اخته شوو کسانو نه یې تر ۵۰ زره زیات ووژل او ګڼ شمېر لا د ناروغۍ پر بیستر پراته دي. دا ناروغۍ هغه مهال لا بوږنوونکې شوه چې له چین او ایران سربېره اروپا او امریکا ته هم خپره شوه.

په افغانستان کې د سړو سیمو ښوونځي د وري په لومړۍ نېټه پیلېږي او په ګرم مېشته سیمو کې بیا په ژمی هم ښوونځي وي. دې سره د ټولو ګرمو او سړو سیمو ښوونځي، پوهنتونونه او نور ښوونیز بنسټونه د وري میاشتې تر آخره رخصت شول.

د سیمې هېوادونو وار له مخې په خپلو هېوادونو کې د دې وژونکي ویروس د مخنیوي له امله په لویو غونډو، تعلیمي مرکزونو او نورو ورته پر جمیعته ځایونو باندې بندیز لګولی دی. ګاونډي پاکستان هم له افغانستان او ایران سره ټولې ځمکنۍ لارې تړلې دي.

چین او ایران تور لګولی چې ګواکې دا یو ډول بیولوژیکي جګړه ده چې د مخالفو هېوادونو لخوا ترسره شوې ده. وړمه ورځ د ایران د مشر خامنه یي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تر منځ هم د ټویټ له لارې د کورونا ویروس پر سر پر نیابتي جګړه خبرې ښکته پورته شوې وې.

ولسمشر غني په داسې حال کې د کورونا د مخنیوي لپاره روزنیز او تعلیمي بنسټونه رخصتوي چې عامو افغانانو حکومت پر بې پروایۍ تورن کاوه او ویل یې چې سیاسیون د خپلو څوکیو پر وېش لګیا دي خو د ولس غمخواري ترې هېره ده. هخوا د له ایران نه په بې سارې توګه افغان مهاجرین را ستنېږي خو د هغوی د برخلیک لپاره تر دې دمه حکومت کوم غبرګون ښودلی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.