The news is by your side.

په مومندو کې د ماربلو غر نړېدلی پراخ تلفات اوښتي

خبریال وېبپاڼه – د خېبرپښتونخوا د مومندو ضلعه کې دوشنبې په ورځ مازيګر د  صافو زيارت ماربل غر نړېدېدلی او درانه تلفات یې اړولي ‌دي . په خیبر پښتونخوا کې د خبریال وېبپاڼې همکار اجمیر خان د چارواکو له خولې وايي‌چې تر دم ګړیه د (۷) کسانو مړینه تاید شوې خو تر (۳۰) زیات کسان ورک دي.‌

اجمیر خان ته ځايي ‌چارواکو ویلي ‌چې ښايي تلفات تر (۴۰) ورسیږي خو دم ګړی یوازي د اوو کسانو د مرګ تاید کوي.‌ وژل شوي‌کسان تر خاورو او د ماربلو تر ډبرو لاندي دي .

ځايي روغتیا پالان وايي چې تراوسه د غلنۍ روغتون ته څلور مړي او يو زخمې وروړل شوی او د مامد ګټروغتون ته درې مړي او پينځه زخميان وړل شوي دي.

ځايي خلکو د خبریال وېبپاڼې همکار اجمیر خان ته ویلي چې خلک په ډېرو کمزورو او کوچنیو وسایلو د زیارت د ډبرین غره له لویو تېږو لاندي‌انسانان رااوباسي.‌

ځايي خلک مرکزي ‌او صوبايي حکومت په دې تورنوي چې د مرستې په کارونو کې سستي کوي ‌او تر دم ګړیه هم لویه مشینري د پېښي ځای ته نه ده رسېدلې.‌

له دغه غره مزدوران د بارووتو په وسیله ډبرې را بیله وي او او هره ورځ سلګونه موټر ترې باریږي.‌

د پښتونخوا وطن دا شتمني که څه هم تر ډېره بریده د پنجاب او اسلام اباد د لوړپوړو چارواکو او شتمنو خلکو د کورونو ښکلا جوړوي خو اوس د غریبو مزدورانو د ژوند ژغورنې عملیات په ټپه ولاړ دي .‌

تر دې وړاندي دروان کاله په فبر وري میاشت کې پر ۲۲ نېټه د خیبرپښتونخوا د بونير په سلارزو سيمه کې د ماربلو یو کان نړېدلی وو چې له کبله یې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.