The news is by your side.

د امپراتوریو هدېره (افغانستان) کې ولي پردي‌ سوله کوي‌؟

خبریال وی پاڼه / سوله ژوند ته لکه اوبه او ژوند يعنې د الله متعال له نعمتونو خوند اخيستل: مينه د الله له مخلوقاتو سره، نورو ته خير رسونه ده. حقیقت کې، ژوند په راکړه ورکړه کيږي، ژوند په مينه کيږي ژوند په مرسته کيږي او دا هر څه د سولې په شتون کې ممکن دي. الله موږ ته ژوند راکړى او د ژوند کولو د لارښوونې لپاره يې خپل پيامبران راستولي. د بشریت ستر لارښوود محمد عليه السلام  موږ ته د سوله ييز ژوند دعوت کړى او موږ ته يې د سوله ييز ژوند ټولې لارې چارې را په ګوته کړي ، همدارنګه موږ په خپل افغاني فرهنګ کې هم د سولې ګڼې بېلګې وينو؛ خو څلور لسيزې کيږي چې افغانان له سولې محروم دي؛ له بده مرغه، هر ځل د د سولې په نوم له افغان مظلوم ملت سره يوه نوې لوبه کېږي.

مونږ نړۍ کې د امپراتوريو د هديرې په نامه ياديږو خو نن زمونږ خپله خاوره زمونږه د ځوانانو هديره ده، يو افغان مو د بل افغان قاتل دى، هر مشر مو خاين دى، د اسلام په نوم دلته مو خور کړى يو وحشت دى. اسلام د سولې دين دى خو مونږ دومره بدنامه کړى چې د اسلام د نوم په اورېدو سره قتل او وحشت مو سترګو ته دریږي، افغان نوم سره مو جګړه په ياديږي. ژوند په مينه او سوله کيږي خو مونږ له دې کلمو ډېر لېرې تللي یو، دومره چې اوس دا هر څه مو خپل تقدير ګڼلى.

ايا مونږ د سوله ييز ژوند کولو لياقت نلرو؟؟ که يې قسمت نلرو؟؟ ولې مو خلپه دا هر څه منلي؟؟ سمه ده چې دا جګړه زمونږ نده خو دا غلطي زمونږ ده چې پرديو ته مو دومره همت او جرات ورکړى چې زمونږ خاورې نه د ځان په ګټه کار اخلي ، دومره مو ځان ولې د هر چا ښپو ته اچولى، ولې دومره غلامان يو، څوک د امريکا څوک د روسيې، څوک د کوم ځاى او څوک د کوم ځاى لکه هغه چې وايې خر هماغه، کته يې بدليږي. بدبختانه زمونږ خلک وخت په وخت خپل باداران د خپل مطلب لپاره بدلوي؛ نه چې دوى بدليږي. دلته هر څوک د واک وږي دي چې په هر قيمت وي، هغه قيمت يې که د خپل ورور وينه هم وي قبول يې دى. د مظلوم ملت د مرګ او ژوند په کيسه کې سياسيون ندى، هر يو د خپلو ګټو غلام دى او بس . ددې بحران بې شمېره عوامل دي؛ لکه فقر، د ملي يوالي نه شتون، د ګاونډيانو او بهرنيانو لاسوهنې، زمونږ ستراتيژيکي موقعيت … او داسې نور خو زما په نظر اساسي عامل يې په ولس کې د سياسي شعور نشتوالى او د پوهې د کچې ټيټوالى دى که پوهه څوک لري هم پوهه او لياقت يې دلته خاوري کيږي ځکه  هغه څوک چې صداقت او لياقت لري  د سياست ميدان ته د راتګ جرات نه کوي يا ورته وخت نه ورکول کيږي، چې دا وخت او جرات نه ورکول د ولس د سياسي شعور د کمښت او نشتوالي پايله د ه چې په همدې ډول د سياست په شان مهمه مسىله زور واکو ته پاتې چې خپلو ګټو لپاره يې د تجارت په څېر پر مخ وړي. دا زمونږ د ځوانانو مسوليت دى چې خپل د هېواد حال جوړ، اينده تظمين کړو او د سياست ډګر مو له فاسدو او معامله ګرو سياسيونو وژغورو. دا زمونږ خاوره ده ، زمونږ هېواد دى ، زمونږ ولس دى؛ نو مسوليت يې هم زمونږ دى. هېڅوک حق نلري چې مونږ څخه د ژوند کولو او ازادۍ حق واخلي.

څلور لسيزې وروسته مونږ ته د بين الافغاني سولې لپاره الله يو زرین فرصت راکړى، د شته بدمرغیو د وتلو لار ، د غلامۍ نه د خلاصون لار؛خو که يې مونږ په قدر پوه شو او سم يې مديريت کړو. بدبختانه له دې فرصته هم زمونږ سياسيونو لوبه جوړه کړې، د تلوېزيون د پردې تر مخې يوازې سوله ورته ارزښتمنه وي او په ياد يې وي په کمپايني ډول نه چې له زړه .

له روان بحران څخه د وتلو لپاره او افغان سولې لپاره بايد ولس را پورته شي، سره يو شي او هېچاته اجازه ورنکړي چې د دوى په وينې او خاورې معامله وکړي. اوربند او نظام جوړونه ته لومړیتوب ورکړي او په نورو مسايلو په تدريجي ډول بحثونه او توافق وشي. سوله زمونږ حق دى، دا حق مونږ ته څوک راکولاى نشي او نه يې له مونږ څوک اخيستى شي ، مونږ يې بايد خپله واخلو او ويې ساتو.   

لیکوال : برکت ځلاند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.