کرونا وایرس : د ټرمپ په غوښتنه ټولی امریکا کې ملي دعا وشوه
خبریال ویب پاڼه / د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه د یکشنبې په ورځ په ټوله امریکا کې د ملي دعا ورځ وه . ټولو امریکا یانو په یوه خوله د خدای پاک دربار ته لاسونه لپه کړل او له دغې وبا د خلاصون غوښتنه یې وکړه .
د امریکا غوندي ځواکمن هیواد چې په ساینس او ټیکنالوجي کې د نړۍ تر ډېرو هیوادونو وړاندي او د اقتصاد په ډګر کې ساری نه لري ، د کرونا وایرس په وړاندي سخت ناهیلی او او اندېښمن دی .
د کرونا وایرس د ښاغلي ټرمپ د غرور سر هم ټیټ کړ او داسي ښکاري چې دا خطر ناکه وبا تر هغه څه ډېره خطرناکه ده چې فکر یې کېده .
تر دم ګړیه په امریکا کې ۲۸۱۵ کسان په دغه ناروغياخته شوي او ۵۹ پنځوسو یې ژوند له لاسه ورکړی دی ؛ خو په ټوله امریکا کې ملي بېړنی حالت دی چې د ۹/۱۱ وروسته په لمړي ځل ځواکمنه امریکا ددغسي یوه حالت سره مخامخ ده .
ولسمشر ټرمپ یوازي په دعا د امریکا ساتنه نه کوي ،بلکه ۵۰ پنځوس اربه ډالر یې هم ددغه مرض د مخنیوي لپاره ځانګړي کړي دي.
چینايي چارواکو خبر ورکړ چې د شینګهای له هوايي ډګره یې د ماسکونو او د کرونا وایرس د ټیسټ د کیټونو لمړنی جهاز د امریکا پر لور روان کړ .
د کرونا وایرس په ټوله نړۍ کې غوغا جوړه کړې او تر ډېره بریده یې نړۍ له میني ، اړیکو ، تګ راتګ، تجارت اجتماعي ژوند نه بې برخي کړې ده .
امریکایانو خو په ډله ایزه دعا کې له خدای (ج) نه د دغه ناروغيد مخنیوي غوښتنه وکړه خو تازه خبر دادی چې په امریکا کې نور کسان هم په دغه ناروغيککړ شوي دي .
تیره ورځ د امریکا متحده ایالاتو تر (۳۰۰) د زیاتو پوځیانو ډله چې له افغانستان نه تازه امریکا ته ستانه شوي قرنطین کړي دي. دغه پوځیان د فورټ بریګ له لاري شمالي کارولینا ته ستانه شوي دي .
د کرونا وایرس سره د مبارزې په پایله کې د امریکا متحده ایالات هغه ټول ۱۲۰۰ پوځیانو پاتې نور هم ښايي قرنطین کړي چې د ناټو تر مشري لاندي یې په افغانستان کې ماموریت کاوه او اوس بېرته خپل هیواد ته د سنېدو په بهیر کې دي .
د بریتانیا د بیلا بیلو پوهنتونونو (۲۲۹) ساینسپوهانو په یوه خوله د کرونا وایرس سره د مبارزې په تړاو پر حکومت ستراتېژي نیوکه کړې او ویلي یې ديچې د بریتانیا د حکومت اوسنۍ ستراتېژي د هیواد روغتیايي سیستم (ان ایچ اس) له سخت ستونزمن حالت سره مخامخ ولای شي.
د ساینسپوهانو دا ډلي حکومت ته یو پرانیستی لیک لیکی دی چې په واضحه الفاظو ورکي لیکل شوي دي چې اوسنۍ ستراتېژي به نه یوازي دا چې روغتیايي سیستم له ننګونو سره مخامخ کړي بلکه په وایرس د ککړو کسانو شمېر او د مرګ کچه به ډېره لوړه شي .
د ساینسپوهانو دا ډلي پر حکومت په داسي وخت کې نیوکه وکړه او دا لیک یې دوی ته په لاس لیک شوې بڼه ورواستاوه چې بریتانیا کې په یوه ورځ د کرونا وایرس د وژل شویو کسانو شمیره دوه برابره شوه .
ساینسپوهانو د حکومت دا دریځ هم تر پوښتنې لاندي راوستی دی چې خلک به له محدودیتونو یا بندیزونو سرغړونه وکړي که چېرته ژر ولګول شي .
هم مهاله د بېړني حالت لپاره د حکومت ساینسي مشورتي ډلي(سیج)وړاندیز کړی چې د زیانمنو وګړو د ساتنې او پالنې لپاره د کورنۍ انزوا یا پخپله قرنطین کېدو په شمول باید بیړني اقدامات وشي .
د کرونا د وبايي وایرس سره د مبارزې په تړاو د بریتانیا او په ځانګړي ډول د انګلستان چلند خورا متضاد دی . ټوله ایټالیا د تېري سه شنبې را وروسته مکمله بنده ده ؛پولنډ د دوو اونیو لپاره خپل ټول سرحدونه تړلي دي؛ د تېري شنبې له شپې فرانسې د خپلو ټولو عامه ځایونو د تړلو امر کړی دی او هسپانیا د دوشنبې له ورځې د کرونا سره د مبارزې پر پار د دوو اونیو لپاره ملي بندیز اعلان کړی دی .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.