The news is by your side.

جومات ته پر لار پر مقتدیانو ځانمرګی برید

خبریال وېب پاڼه/ د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ بیدار کلي کې د جومات تر څنګ چاودنه شوې.

ویل کیږي، د چاودنې موخه د سرګن په نوم د کلي یو قومي مشر وو، په چاودنه کې نوموړی قومي مشر ټپي شوی دی.

قومي مشر ملک سرګن د جمعې لمانځه په موخه جومات ته پر لاره وو، چې چاودنه پرې شوې.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د چاودنې مسؤولیت نه دی منلی.

دا په داسې مهال ده چې سبا په قطر کې د افغان حکومت او طالبان خپل منځي خباې پیلیږي، خو په افغانستان کې لا هم قومي مشران او د خبرو خلک په نښه کیږي.

د افغانستان په لسیزې اوږدې جګړه کې قومي مشرانو هم تر ټولو لویه برخه قرباني ورکړې، هر ځل د طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو له خوا ګواښل کیږي، په نښه او ترور کیږي.

د افغانستان د جوماتونو ملا امامان، مقتدیان، دیني عالمان عالماناو قوکي مشرانو ژوند هم په امن کې نه دی.

په وروستیو کلونو د افغانستان د ډېرو جوماتونو، ملا امامان، مقتدیان او دیني عالمان د داعش او نورو وسله والو ډلو له لوري په ځانمرګو بریدونو کې شهیدان شوي دي.

لیکوال او شننونکی ډاکټر محمد اکبر اکبر وایي، د دې د پاره چې معالومه شي کومه وژنه څوک کوي باید د هر کلي، هر ونډ، هرې ولسوالۍ او هر ولايت په کچه د څار ولسي جرګه ګۍ او کمېټې جوړې شي.

څو دا مالومه کړي چې ولسي خلک په کومه پېښه کې د هاوانونو، توپونو او توغنديو په ګوليو ولګېدل او شهيدان شول، چرته د ځانمرګو د لاسه شهيدان شول او چرته پرې خښ شوي بمونه يا موټر بمونه وچاودل.

ګنې نو همدا د تهمتونو او په يوه بل د ولسي شهادتونو تورونه به لګيږي او د جنګ هره خوا چې کله وغواړي وژني به ولس، ژوبلوي به ولس، کورونه به د ولس ورانيږي او بچي او ځلمي او تور سرې به د ولس شهيدان کيږي او د تهمتونو لوبه او Blame Game به د ټولو بې شرميو او تاريخي تورمخيو سره همداسې روان وي او جنګ به افغانستان او افغان دواړه خوري.

ښاغلی ډاکټر اکبر اکبر خبریال وېب پاڼې ته زیاتوي، چې دا ډول کرغېړنه پېښه ولس باید په خپله وڅېړي او ګرمه غاړه خلکو ته او تاريخ ته وروښايي او يو پراخه ولسي پرېکون ورسره وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.