The news is by your side.

د قطر د خبرو پېچومي! ډاکټر اکبر اکبر

خبریال وېب پاڼه/ نن په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې، د خبرو پیل په ښو او خوږو خبرو وشو، د ملا برادار خبرې ډېرې رغنده وې او د ډاکټر صیب عبدالله عبدالله هم.

له دې خبرو د نړیوالو ملاتړ او د قطر کوربه توب هم د ستاینې وړ چارې دي، او تر ټولو لویه خبره او د پام وړ ټکی د خبرو په غوڅو پرېکړو باندې د امریکا کلک ټینګار، کاش امریکې په یوه سوله ایزه حل باندې ټینګار په ٢٠٠١ز کال کې کړی وی، نو نه به په سلګونه امریکایان مړه کېدل، نه زرګونه جنګېدونکي افغانان او نه په سلها وو زره ولسي خلک!
خو دا خبرې به د امریکې، افغانستان، سیمې، نړۍ او په لویه کې د انسان ستر تاریخ ته پرېږدو، او اوس به په قطر کې په پیل شویو خبرو باندې وغږیږو، دا ډول خبرې تل پېچومي لري، په ورغوي کې به ترې د شړشمو زرغونېدل نه غواړو، د شلو کالونو جنګ دی، په شلو ورځو کې ترې سوله مه غواړﺉ، خو پوښتنه دا ده چې د خبرو پېچومي کوم دي، د خبرو ځینې پېچومي دا دي:

١: اسلامي جمهوریت یا اسلامي امارت، خو یاد ساتئ چې دا دواړه داسې تورې نه دي، چې په یوه تیکي کې دې ځای نه شي، د حل یوه لاره ورته موندل کېدی شي.

٢: نه د طالبانو په وسله والو ځواکونو سترګې پټېدلی شي او نه د دفاع وزارت او وسله واله اردو بیا له منځه وړل کېدلی شي یا له منځه وړل کېدلو ته به یې افغان ولس چمتو وي او نه دا کولی شو چې په دې لړ کې د طالبانو په غوښتنو غوږونه کاڼه کړو یا دې دا وکړو چې د دفاع وزارت دې ماتېدلو ته پرېږدو، نو څه به کوو؟ کوو به دا چې یوه منځ او مانه لاره به ګورو او داسې لاره کتل کېدلی هم شي څه ناشونې خبره نه ده.

٣: د جونو زده کړې، د هغوى لوړې زده کړې او د ښځو کار، اسلامي هېوادونو ته د کتلو سره د دې ستونزې لپاره هم یو هواری پیدا کولی شو، داسې یو هواری چې دواړو غاړو ته د منلو وړ وي، ولې بیا هم پوښتنه دا ده چې دا منځ لاري به څوک وي او دا ډول هواري او د حل لارې به څوک ګوري، خبرو ته ناستې د دولت او طالبانو غاړې؟ نو ځواب ېې دا دی چې هو همدغه غاړې، ولې دا به هم نه هېروو چې کله دواړه غاړې په خپلو خپلو درېځونو کې ونښتلې، نو دوی به بیا د لارې د موندلو لپاره ملاتړو ته اړې وي، ىا د یو دریم ګړي ځواک ملاتړ ته، خو دا دریم ګړی ځواک به څوک وي؟

١: نړیواله ټولنه!
٢ ګاونډیان!
٣: که افغان ولس؟

١: د نړیوالې ټولنې ملاتړ مالي او سیاسي کېدلی شي او دا به هم پر خپل ځای په شرطونو تړلې وي، په دې حساب دا ملاتړ یو ایډیل او مثالي ملاتړ نه دی.

٢: د ګاونډیانو ملاتړ په کار دی خو په دې شرط چې د پخوانیو کلونو په شان ملاتړ نه وي او خپلې ګټې د افغانستان د جنګ پر ځای په افغان سوله کې ولټوي.

٣: ولسي ملاتړ دا ملاتړ تر ټولو ارزښتناک او مهم ملاتړ دی، ځکه چې ولس د دې جنګ دریمه غاړه ده. نو په همدې حساب د دې لیکنې له لارې وړاندیز کیږي چې د طالبانو او دولت په مرستې دې زر تر زره په یوه داسې منځګړي ولسي جرګه ګۍ یا شورا کار وشي، چې د افغانستان او ټولې نړۍ نه په خبره او کار پوه افغانان د سم انتخاب د یوې روښانې او رڼې لارې پر بنسټ په یوه منځګړې جرګه ګۍ کې را ټول کړل شي او دا جرګه ګۍ د قطر د خبرو لپاره د یوې مرستیالې جرګه ګۍ په توګه کار وکړي. هر چېرته چې د طالبانو او دولت غاړې له پېچومي او نښتې پواینټ سره مخامخ شوې دا جرګه ګۍ به د یوې منځګړې لارې او هواري د موندلو هڅه کوي او دواړه غاړې به د یوې منځګړي هواري لارې ته را بولي، داسې هواری وي، چې ورکړه او واخله یا Give and Take پر ارو به ولاړ وي، که چېرې کومې غاړې هم دا هواری ونه مانه نو لږ تر لږه درېمګړې او بې پرې غاړې به وي چې افغان ولس او تاریخ ته ووایي چې خبره د چا له خوا ورانه ده، که داسې نه وي نو په خبرو کې هره را پېښه وړه کشاله ډېره سوکه، د مغرضو کسانو، د دواړو پلاوو دننه د جنګ پالونکو کړیو، د ګاونډیانو او یا د سیمه اییزو او نړیوالو ځواکونو په بې ځایه لمسونو، ورانېدلی شي او که خدای مه کړه ورانه شوه او داسې وشول، نو بیا به دا ډېرې مهمې خبرې بې پایلې پاتې وي او په هغه حالت کې به هم ډېر لوی تاوان دې درېیمې غاړې ته چې ولس په نوم یادیږي، د یو بل ورور وژونکي جنګ په بڼه او بیه وراوړي او بیا به دا غاړه، دا نوی پور، د سرونو، مرګونو، چاودنو، بمباریو، تومتونو، غربت، رنځ او بې کاریو په بڼه په راتلونکو کال، دوو کالونو کې نه، بلکې په لسګونو کلونو کې پرې کوي او بیا خدای زده که” دا ابۍ مړه شي او تبه یې وشلیږي“.

لیکنه: ډاکټر محمد اکبر اکبر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.