The news is by your side.

طالب خبریال ته د نادر نادري په زړه پورې ځواب!

خبریال وېب پاڼه/ نن په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړنۍ ناسته وه، د افغان حکومت پلاوي، طالب پلاوي، بهرنیو هېوادونو استازو، وزیرانو او چارواکو په کې برخه اخیستې وه.

د ناستې له پیل وړاندې طالب خبریال د افغان حکومت مرکچي پلاوي له غړي محمد نادر نادري پوښتنې کولې، طالب خبریال له نادر ناري وپوښتل چې ستاسې پلاوی له ډلو ټپلو جوړ دی، دا به څومره د پرېکړې په کولو کې واک ولري؟ نادر نادري یې په ځواب کې وویل، دا چې پلاوی له ډلو ټپلو جوړ دی، سمه خبره نه ده، افغانستان کې بېلا بېل قومونه اوسیږي، مختلف احزاب دي په کې، ښځې او نارینه، ځوانان او سپین ږیري دي په کې، علما او متخصصین په کې دي، پلاوی ټول له دوی جوړ دی او متحد دی.

طالب خبریال ترې بیا پوښتي، چې دا پلاوی د افغانستان له خلکو جوړ دی، که له حکومت؟ ښاغلی نادري طالب خبریال ته وویل، چې دا د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی دی، چې د افغانستان ولسمشر یعنې د افغانستان د خلکو له لوري ورته ولسمشر ویل کیږي، د هغه له خوا تأیید شوی، خو طالب خبریال بیا په خبره کې ور غورځي او تور لګوي چې هماغه ولسمشر چې له یو میلیون کمې رایې لري او هغه یې هم په تقلب را ټولې کړي؟

نادر نادري یې د پوښتنې په زړه پورې ځواب ورکړ، اوس خو ملا هیبت الله یوه رایه هم نه لري او کوم چېرې پټ دی، نادري ور زیاته کړې چې دلته دا بحثونه نه کوي، سولې ته راغلي یوو، همدې لپاره راغلي یوو چې یو بل ته د حل لار وښیو او د یو بل احترام وساتو.

طالب خبریال نادر نادري ته وویل، تاسې نن څه احساس لرﺉ، له هغو طالبانو سره په ناسته کې چې ١٩ کاله مو ورپسې ټانکونه وړل او کورونه مو ورته بمبارول؟ ښاغلی نادري ورته وایي، که د احساس خبره وي، تېره اوونۍ زما یو وراره طالبانو را شهید کړو ملکي وګړي هره ورځ شهیدان کیږي، له بده مرغه جنګ دی او له هرې خوا افغانان شهیدانیږي، راځﺉ، پر دې ټینګار کوو، چې د دواړو له خوا خلک وژل شوي، موږ د سولې لپاره په پاک نیت راغلي یوو، همدا مو ژمنه ده خپل خدای ته چې هېواد ته مو سوله راوړو.

طالب خبریال په خبرو کې ور ټوپ کوي، چې دې سولې په ٢٠١٣ز کال کې هم امکان درلود، ولې اوس چې امریکایان وځي تاسې ته در یاده شوه؟

نادري یې ځواب په یو متل ورکوي، چې که کبان هر وخت له سیند را وباسو تازه دي، نو اوس هم نا وخته نه دی، اوس یې هم وخت برابر دی، راځﺉ چې کېنو او سوله وکړو، په پنځو کلونو کې هم موږ بار بار د سولې لپاره هڅې کړي دي.

د طالب خبریال او د نادري نادري د خبرو څو دقیقه یي ویډیو په خواله رسنیو کې لاس په لاس کیږي، چې ډېری فعالان د مذاکراتو له بهیره طالب خبریال ته د ورته کسانو ویستل غواړي.

پر خواله رسنیو فعالان وایي، داسې خلک د سولې، سیاسي جوړجاړي او ورورګلوۍ په تړاو عامه ذهنيت خرابوي او کرکه او دښمني را پاروي، نوموړي طالب خبريال د ژورنالېزم د اوصولو سره سم مسلکي چلند ورسره ونه کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.