The news is by your side.

مشرانو جرګې د کرېکټ بورډ عمومي مشر وستایه

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان مشرانو جرګې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزی وستایه.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار فرهان یوسفزي ته په دې وروستیو کې په کرېکټ بورډ اداره کې د وروستیو مثبتو لدلونونو را وستلو، ښه پلانونو عملي کولو په موخه مډال ورکړ او پر ستاینلیک یې وستایه.

د کرېکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي په دې وروستیو کې په کرېکټ بورډ اداره کې خورا ډېر او مثبت بدلونونه راوړل او دا اداره یې د سیاسیونو او د کرېکټ بورډ ادارې د پخوانیو چارواکو له لاسوهنو وژغورله.

یو شمېر اضافي کارکوونکي چې خاص موقفونه یې نه درلودل او په مفتو کې یې د کرېکټ بورډ له ادارې معاشونه اخیستل له ادارې لېرې کړل، چې د ادارې د مدیریت او د چارو د ښه والي لپاره یې وروستي اقدامات د خلکو له لوري په پراخه کچه وستایل شول.

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې په وروستیو کلونو کې د سیاسیونو د لاس وهنو له کبله خپل پخوانی حیثیت بایللی وو او یاده اداره د سیاسي او مافیایي کړیو په منګولو کې لوېدلې وه، خو اوس یې ورو ورو خپل پخوانی حیثیت بیا تر لاسه کړی.

په کرېکټ بورډ ادارې تورونه وو، چې یوازې د څو کسانو لپاره کار کوي او اکثره موقفونه یې په واسطو او پیسو دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې عمومي مشر فرهان یوسفزي شاوخوا میاشت مخکې اعلان وکړ چې د شکر الله عاطف مشعل په ګډون د کرېکټ بورډ یو شمېر پخواني چارواکي حق نه لري چې د کرېکټ په چارو کې لاسوهنه وکړي او نوموړی یې د کرېکټ بورډ له غړیتوب وایسته. چې دا کار یې هم د کرېکټ د مینه والو له پراخ هرکلي سره مخ شو.

تېر زېږدیز کال کې د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې لپاره عمومي مشران د څو میاشتو په ترڅ کې بدل را بدل شول او د عمومي مشر په توګه د فرهان یوسفزي له ټاکلو سره هم خلک هم چندان خوښ نه وو او نه یې د دندې په لومړیو وختونو کې د پام وړ کارونه نه وو کړي خو په وروستیو کې د کرېکټ بورډ کې یې د یو لړ مثبتو بدلونونو په راوستلو، ښه مدیریت غوره پلانونو او پالیسیو په عملي کولو سره یې بېرته د کرېکټ بورډ اداره را ژوندۍ کړه او بایللی حیثیت یې ورکړو، ښاغلي یوسفزي ویلي چې له دې وروسته به د بورډ ادارې د ښه والي لپاره نور مثبت بدلونونه هم راوړي او غوره پلانونه به عملي کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.