The news is by your side.

خپل منځي خبري په ډير دوستانه ماحول کې پيل شوې

خبريال ويبپاڼه/ نن د افغانستان په تاريخ کې د افغانانو لپاره يوه تاريخي او نه هيردونکي ورځ وو.
د قطر په دوحه کې افغانان د تيرې شل کلنې جکړي د پای ته رسيدو لپاره راټول شوي وه.
که څه هم د سولي د خپل منځي خبرو نن لومړی ورځ په ډير دوستانه ماحول کې د ګڼو هيوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو او سياسي استازو په شتون پيل او پای ته ورسيده.

داسي برېښېده چې ګواکې د دواړه لوري د طالبانو مرکچي پلاوی او افغان حکومت مرکچي پلاوي پوره تربیه شوي او هر یو له يوه منظم پلان او ستراتيژۍ سره د سولي خپل منڅي خبرو لپاره د قطر دوحي ته راغلی.
له رسنيو سره ددې پلاوو د غړو له خبرو داسي ښکاريده د چې هر لوری په ډير احتياط مخ ته ځي.

تر ډيره بريده داسي ښکاريدل چې داوړه لوري له جکړي څخه ستړي او ددې شل کلنې جکړي د پای ته رسيدو په حل لارو يې باندي تاکيد کول.

د طالبانو د قطر سياسي دفتر وياند او د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي محمد نعيم وردګ له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د دوی په جنډا کې اروبند ځای لري او غواړي خپل مجاهد اولس ته سوله او اسلامي نظام را ولي.
همدا راز د طالبانو د سياسي دفتر پخواني وياند سهيل شاهين هم په خپلو خبرو کې وويل چې داسي امکان شته چې د خپل منځي خبرو په لومړيو کې طالب مشران د افغان حګومت له پلاوی سره د اروبند خبره ومني.

هيره دې نه وي چې د افغانستان د روغي جوړي د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملا برارد د خبرو تر څنګ د ګڼو هيوادنو استازو او د بهرنيو چارو وزيرانو څرګندونې وکړې.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وويل چې موږ افغانانو ته دا تاريخي فرست برار کړ اوس د دوی کار دی چې له دې تاريخي فرست څخه څنګه ګټه اخلي په کوم ډول نظام هوکړه سره کوي.

بايد وويل شي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو لورو د مشرانو سره جلا جلا تفصیلي لیدنې لرلې.

خو هندي استازي چې هیواد یې په افغانستان کې په نیابتي جګړه کې ښکیل بلل کېږي هم دا خبره کوله چې یو خپلواک او سوله ایز افغانستان غواړي چې د هندي استاز په وينا چې د ا د طالبانو د سیاسي شتون پرته ناشونی کار دی.
ددې ترڅنګ د هندوستان استازي له افغان حکومت سره د هر ډول ژمني ټټر وډباوو.

پاکستان چې د طالبانو په جوړښت او په نړيواله کچه ددې ډلي په تمويل او مالي ملاتړ تورن دی هم د سولي راتګ ته خوښي څرګنده کړه او وويل چې تر ټولو زيات زيان د افغانستان په جکړه کې پاکستان ته رسيدلی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل چې د سوليز افغانستان او د پاکستان او سيمې په ګټه دی.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.