The news is by your side.

طالب خبريال او په ټولنيزو رسنيو کې د افغانانو غبرګونونه

خبريال ويبپاڼه /ګڼو افغانانو په ټولنيزو رسنيو له هغه وروسته تندي نيوکې او غبرګونونه څرګنډ کړل چې يوه ويډيو پر ټولنيزو رسنيو خپره شوه په دغه ويډيو کې يو طالب خبريال د افغان حکومت د سولي د مرکچي پلاوي له غړي نادر نادري څخه داسي پوښتنې کوي چې د ټولو افغانانو غوسه يې راپاورلي.
ګڼو افغانانو په خپلو فسبوک او ټويټر پاڼو ليکلې چې دا خبريال نه بلکي د جنګ له ډګره راغلی يو عادي طالب جنګيالی بللی دی.

مشهور ليکوال او سياسي شنوونکی عصمت قانع پر خپل فسبوک وال ليکلي چې دا طالب خبريال د ژورناليزم پر ځای د پاکستان د کچلاغ او نوي کلي له مدرسي څخه فارغ او هلته يې د پاکستاني استخبارتي اداري له خوا ددې پر ځای چې د بې طرفۍ او منځلارۍ اصول زده کړي د تشدد او بربريت زده کړي کړي دي.

ښاغلي قانع پر افغان ژورناليستانو غږ کړی چې له دې طالب خیريال څخه يې زده کړي ددې پر ځای چې د کوم لوري طرفه داري وکړي بلکي د ولس رښتوني استازولي بايد وکړي.

د ټولنيزو رسنيو يوه بل فعال ماما لغماني د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري ستايلي او ليکلي يې دي (چې د نادري صيب حوصله د ستا يلو ده خو دا بل شين پوندی خو بيخي د خبريال له اصولو خبر نه وو.
شاغلی لغمانی وړاندې ليکي چې د خدای پار دی دا د طالبانو هغه لوستی او پوه کس د نورو به څه حال وي. ده يو متل ليکلی چې هم دې له هوښيار سره دوستي شه هم دوښمني.

په ټولنيزو رسنيو کې ګڼو افغانانو په طالب خبريال سختي نيولي کړي ان ډير خو له حيوان سره تشبيې کړی دی.

هيره دي نه وي چې پرون د سولې له خپل منځي خبرو وروسته د غونډي په ترڅ کې طالب خبريال له ګڼو نورو کسانو سره هم ورته غيري مسولانه خبري وکړي.
له نادر نادري وروسته د عبدالرشيد دوستم زوی باتور دوستم هم ورته ځوابونه ورکړل.

بايد وويل شي چې پرون د افغانستان په تاريخ کې د افغانانو لپاره يوه تاريخي او نه هيردونکي ورځ وو.
د قطر په دوحه کې افغانان د تيرې شل کلنې جکړي د پای ته رسيدو لپاره راټول شوي وه.
که څه هم د سولي د خپل منځي خبرو نن لومړی ورځ په ډير دوستانه ماحول کې د ګڼو هيوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو او سياسي استازو په شتون پيل او پای ته ورسيده.

داسي برېښېده چې ګواکې د دواړه لوري د طالبانو مرکچي پلاوی او افغان حکومت مرکچي پلاوي پوره تربیه شوي او هر یو له يوه منظم پلان او ستراتيژۍ سره د سولي خپل منڅي خبرو لپاره د قطر دوحي ته راغلی.
له رسنيو سره ددې پلاوو د غړو له خبرو داسي ښکاريده د چې هر لوری په ډير احتياط مخ ته ځي.

تر ډيره بريده داسي ښکاريدل چې داوړه لوري له جکړي څخه ستړي او ددې شل کلنې جکړي د پای ته رسيدو په حل لارو يې باندي تاکيد کول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.