The news is by your side.

د سولې خبرو درشل کې طالبانو د پاڅونوالو سرونه پرې کړي

خبریال وېب پاڼه/ د سولې او بین الافغاني مذاکراتو درشل کې وسله والو طالبانو وړمه شپه لوګر ولایت کې د ١٣ پاڅونوالو سرونه پرې کړي دي.

طالبانو وړمه د لوګر مرکز اړوند مټانیو پله سیمه کې د ولسي پاڅون والو پر پوستو بریدونه کړي وو.

یوې سیمه اییزې باوري سرچینې خبریال وېب پاڼې ته تأیید کړې چې طالبانو د ١٣ پاڅونوالو سرونه پرې کړي او پنځه پاڅون کوونکي یې له ځانه سره وړي دي.

خو د لوګر ولایتي ادارې پرون د یوې اعلامیې پر خپرولو یاده پېښه رد کړې ده او نښته کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ وایي، وړمه شپه طالبانو د ولسي پاڅون والو پر پوستو بریدونه کړي، خو د ځواکونو له لوري له کلک مقاومت سره مخ شوی او برید مات شوی دی.

ښاغلی لونګ وایي، جګړې پر مهال ١٨ طالبان وژل شوي او هغه ادعاوې ردوو چې پوستې سقوط کړی دی یا سیمه اییزو سرتېرو ته درانه تلفات اوښتي.

نوموړي زیاتوي، چې د نښتې پر مهال یو شمېر ولسي پاڅون کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو یادې پوسته اوس مهال د افغان ځواکونو لاس کې ده او امنیتي حالت هم د ډاډ وړ دی.

طالبانو بیا د یادوو ادعاوو په غبرګون تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د نړیوالو په حضور د افغانانو خپل منځي خبرو د لړۍ لومړۍ ناسته وشوه.

خو په داسې مهال کې هم د طالبانو له لوري داسې وحشت ترسره کیږي او په یو شمېر ولایتونو کې یې له افغان ځواکونو سره درنې جګړې کړي دي.

د افغانانو خپل منځي خبرو کې به لومړنۍ موضوع د اوربند وي، چې افغان حکومت یې له طالبانو غوښتنه لري او طالبانو هم منلې، چې دواړه لوري به پرې سلا شي او پر نورو موضوعاتو به وروسته د اوربند په درشل کې بحثونه کوي.

عام افغانان د سولې خبرو د بریالۍ کېدو لېونۍ هیله لري او لومړی غواړي چې دواړه لوري سره اوربند وکړي او افغان سرتېري او طالب وروڼه نور وده جنګیږي، ونه وژل شي، سره یو شي څو دا اوږده جګړه او تاوتریخوالی نور پای ومومي.

بین الافغاني مذاکرات به تر څو ورځو دوام وکړي څو دواړه لوري پر اختلافي موضوعاتو سره په خپله خوښه هوکړې ته ورسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.