The news is by your side.

د کابل بازانو مالي ملاتړی عبدالطيف ايوبي جرمانه شو

خبريال ويبپاڼه /پرون د افغانستان کرکيټ بورډ په يوه خپره کړي خبرپاڼه کې ويلي چې د ايوبي کابل بازانو امتياز لرونکي او مالي ملاتړی عبدلطيف ايوبي د کرکيټ له بورډ د ځينو اصولو نه سرغړونه کړي چې له همدي امله د کرکيټ بورډ د نظم او ډيسيلپن کمټه پريکړه وکړه چې د ايوبي کابل بازانو مالي ملاتړی عبدالطيف ايوبي په ۳۰۰۰۰ افغانيو نغدي جريمه او په راتلوونکو ۲ لوبد کې د ګډون څخه منعه شوی دی.

د کرکيټ بورډ له خوا په خپره کړي خبرپاڼه کې ويل شوي چې عبدالطيف ايوبي يې د کرکيټ بورډ د ډسپلين کوډ د ۹ مادي او ۱۱ فقيره او همدا رانګه د ياد کوډ به ۱۸ مادي او ۳ قفيرې څخه سرغړونه کړي ده.

بايد وويل شي چې د ايوبي کابل بازانو لوبډلي امتياز لرونکي عبدالطيف ايوبي پرون د مس عينک او او ايوبي کابل بازانو لوبډلي تر پچې اچولو.مخکي د شپږيزي ملي ليک له مشر څخه لفظي شخړه کړي ده او هغه د دفتر شيشه يې ماته کړي دي. داسي ويل کيږي چې عبدالطيف ايوبي په همدې لهزه کې د کرکيټ بورډ له ځينو کارکونکو هم سره شخړي وکړي.

خو هيره دي نه وي چې پرپرون مس عينک او ايوبي کابل بازانو ترمنځ ډيره په زړه پوري سيالۍ تر سره شوه چې د لوبي پچه د کابل بازانو لوبډلي وګټله چې لومړی يې د توپ اچوني پريکړه وکړه چې په شلو اورنو کې يې د مس عينک لوبډلي ۳ لوبغاړي وسوځول او د سپين غر زمريانو لوبډلي لوبغاړو ورته د ۲۰۸ منډو لوړ هدف وټاکه.

د مس عينک لوبډلي د دکابل بازانو ته ۲۰۸ لوړ هدف وټاکل ددې لوبډلي لپاره تر ټولو زياتي منډي حشمت الله شاهدي ۹۷ منډي وکړي له هغه وروسته غمی ځدارڼ هغه لوبغاړی وو چې ۴۶ منډي وکړي، محمد شاهزاد محمدي هم ښه لوبه وکړه ۴۰ منډي يې د خپلي لوبډلي لپاره وکړې.

که څه هم د ايوبي کابل بازان په بالينګ ښه ونه ځليدل خو ددې لوبډلي توپ وهونکو بريدګره لوبه وکړه د د نيمايې لوبډلي پع سوځيدو يې د ۲۰۸ لوړ هدف پوره کړ.

بايد وويل شي چې د ايوبي کابل بازانو امتياز لرونکي ته په داسي وخت کې د کرکیټ بورډ له خوا سزا ورکول کيږي چې دغه لوبډله پاي لوبې ته وتلي ده او او را رواني دوه مهيې سيالۍ لري چې نيمه پای لوبه او پای لوبه ده چې عبدالطيف ايوبي به پکي نه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.