The news is by your side.

د افغانستان د زعفرانو لومړنی کروندګر ومړ

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان کې د زعفرانو لومړنی کروند ګر محمد اکبر ومړ.

د محمد اکبر کورنۍ وایي، مرحوم پرون ورځ د مغزي سکتې له کبله د ٨٣ کالو په عمر وکړ.

مرحوم محمد اکبر افغانستان کې د زعفرانو د کښت لومړنی کروندګر وو، چې د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې یې د زعفرانو کښت وکړ. خو ځینې څېړونکي وایي، چې کلونه پخوا کله چې افغان کډوال له ایران را ستانه شول د هرات په غوریان ولسوالۍ کې یې زعفران وکرل.

محمد اکبر د کوکنارو پر ځای د زعفرانو کښت ښه بدیل وباله او د کوکنااو د کښت پر ځای یې کروندګر د زعفرانو پر کښت را وړاول چې دې برخه کې د مرحوم هڅې او رول د ستاینې دی.

دحامد کرزي د حکومت پر مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي د وزیر محمد اکبر خان پر مډال ستایلی وو او د زعفرانو د بابا لقب یې ورکړی وو.

افغانستان کې لومړنی ولایت هرات وو چې د زعفرانو کښت په کې وشو او کروندګرو ترې مثبته او ښه پایله لاسته راوړله. چې له دې ولایت د هېواد نورو برخو ته هم د دې ګټور بوټي کښت ترویج شو.

د سرچینو په حواله په افغانستان کې د زعفرانو بوټي کښت دوه زره کاله مخینه لري. په داسې حال کې چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې سل سلنه د زعفرانو د کښت او حاصل وړتیا لري.

هر کال د هرات ولایت په زرګونه ټنه د زعفرانو حاصلات لري او نه یوازې په هېواد دننه بلکې په نړیوالو مارکېټونو کې هم ګرم بازار لري.

له هرات ولایت را وروسته په نورو شمالي ولایتونو او جنوب ختیځو ولایتونو کې هم کروندګر هڅه کوي د کوکنارو پر ځای د زعفرانو تخم وکري څو ښه حاصل او ډېره ګټه لاسته راوړي.

په هېواد کې یو شمېر کروندګر وایي، چې که حکومت غواړي د نشه یي توکو بد بوټی ونه کرو نو د زعفرانو تخمونه دې پر موږ ووېشل شي.

په شمالي ولایتونو کې د زعفرانو د حاصل په وخت کې مېرمنې د زعفرانو ګلان ټولوي او په فابریکو کې د پروسېس له مرحلو وباسي، چې په دې توګه سلګونه مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.

له زعفرانو هر کال ٣٠٠ زره تار او وچ شوي پوډر په لاس راځي، چې شاوخوا ١٠ زره او ٦٠٠ ټده یې د افغانستان تولید دی، د افغانستان، خاورې، اوبو او هوا ته په کتو افغانستان د د زعفرانو د ١٠٠ ټنه تولید وړتیا لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.