The news is by your side.

د پاکستان یو پوځي الوتکه هلاکه شوې

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستاني پوځ یوه الوتکه غورځېدلې او هلاکه شوې ده، په چورلکه کې ناست پیلوټ له چورلکې ځان غورځولی او ژوند یې ژغورلی وو.

د پاکستان د هوایي ځواک ویاند ویلي، یاده پوځي الوتکه د پېنډۍ په سیمه کې ناڅاپي غورځېدلې، پیلوټ یې ژوندی دی خو چورلکه له منځه تللې ده.

نوموړي ویلي، چې د الوتکې د غورځېدو لامل نه دی معلوم، خو د پېښې د په تړاو یې څېړنې پیل کړي دي.

وروستیو میاشتو کې د پاکستان د پوځي الوتکو د غورځېدو پېښې زیاتې شوي دي، تر دې وړاندې په اپرېل میاشت کې د پاکستان د پوځ د یوې الوتکې د لوېدلو له کبله دوه پېلوټان مړه شوي وو او چورلکه په بشپړه توګه هلاکه شوې وه.

د پاکستان حکومت د لسګونو پېلوټانو نه د الوتکو د چلولو جوازونه وروسته له هغې واخیستل چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې الوتکه وغورځېده چې له امله یې ٩٧ کسان ووژل شول او الوتکه کې د ناستو کسانو له ډلې یوازې دوه تنه ژوندي وو.

د پاکستان شاو خوا ٤٠ سلنه پیلوټان د الوتنې جعلي جوازونه لري، پاکستان کې د الوتکو غورځېدو وروستیو پېښو نه وروسته د پاکستان هوایي چلند وزیر ویلي وو، چې دوی پلټنې کړي او معلومه شوې چې ٤٠ سلنه پیلوټانو ازموینه نه وه ورکړې او د الوتنې جعلي جوازونه یې جوړ کړي وو

په پاکستان کې پېلوټان پرته له لایسانس او جوازونو الوتنې کوي، چې وروستۍ پېښې له امله له ١٥٠ پېلوټانو جوازونه واخیستل شول چې ویل کېدل جعلي لایسانسونه یې جوړ کړي وو.

په پاکستان کې د هوایي چلند خوندیتوب چارې ښې نه بلل کیږي او له همدې کبله یاد هېواد کې د الوتکو غورځېدو پېښې زیاتې را منځته کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.