سید اکبر اغا: پېژند پاڼو کې د مور نوم لیکل بې ناموسي ده

خبریال وېب پاڼه/ د طالبانو پخوانی غړی او چارواکی سید اکبر اغا وایي، په تذکرو کې د مور نوم لیکل بې ناموسي ده.

د طالبانو دې پخواني چارواکي په هرات ولایت کې په پېژند پاڼو کې د مور نوم لیکل چې څه موده وړاندې د حکومت له لوري تایید شو، مخالفت وښود او دا یې بې ناموسي وبلله.

نوموړي نن سه شنبه وږي ٢٥مه هرات ولایت کې د خلکو د سولې مجمع په ناسته کې وویل، دا بې غیرتي او بې ناموسي ده، چې په پېژند پاڼو کې دې د مور نوم ولیکل شي، دا د امریکا  یو پروژه ده او له ولسي جرګې غواړو چې دا طرحه تصویب نه کړي.

یو شمېر فعالان وایي، له دې ښکاري چې د طالبانو فکرونه لا هم د ښځو په تړاو او د مدني کېدو په تړاو ډېر نه دي بدل شوي.

موده وړاندې د حکومت له لوري په پېژند پاڼو کې د مور نوم لیکلو طرحه تایید شوه چې ورسره جوخت په هېواد کې یو لړ مخالفتونه را پورته شول.

له څو میاشتو را هیسې د ښځو هویت په ډاګه کولو لپاره پر خواله رسنیو د فعالانو او په ځانګړې توګه د ښځینوو له لوري کمپاین روان وو، څو په پېژندپاڼه، مهمو تحصیلي او نورو اسنادونو کې د مور نوم هم ولیکل شي.

حکومت پرېکړه کړې چې په پېژندپاڼو او مهمو اسنادونو کې به د مور نوم هم لیکل کیږي.

خو د دې پرېکړې مخالف لوري ټینګار کوي چې حکومت باید په پېژندپاڼو او اسنادو کې د مور نوم د لیکلو له پرېکړې تېر شي.

د افغانستان دویزې ټولنې خلک په عام محضر کې د مور یا مېرمنې او په ټوله کې د ښځې له نوم اخیستلو بد وړي.

د حکومت له دې پرېکړې سره په زیاته کچه ملاتړ سره سره مخالفتونه هم را پورته شوي، د دې پرېکړې مخالف اړخونه پر دې اند دي، چې زیات خلک به پېژندپاڼو کې د مور نوم نه لیکلو له امله پېژند پاڼې وانخلي او دا کار به د پښتنو تر منځ چې د هېواد ٧٠ سلنه نفوس تشکیلوي، حساسیتونه را وپاروي.

پښتانه د یو ځانګړي عزت او درناوي له مخې چېرې هم د ښځینوو نوم نه یادوي، خو د دې کار ملاتړي وایي، که څوک مېرمنو ته عزت ورکوي، په نورو برخو کې یې دې ورکړي او په نوم لیکلو نه لیکلو کې دې عزت نه لټوي.

د حکومت له لوري په پېژند پاڼه او اسنادو کې د مور نوم لیکلو پرېکړې له تأیید سره سم پر خواله رسنیو زیاتو فعالانو د دې پروسې د ملاتړ او فکرونو اماده کولو په پار خورا ریاتې لیکنې کړي، چې موږ یې دلته د څو بېلګې را اخلو.

د ښځو هویت په ډاګه کولو لپاره د حکومت د تأیید له پرېکړې وروسته د مخالفو او ملاتړو له لوریو د دې پروسې د پیل او نه پیل لپاره پر خواله رسنیو پراخ کمپاینونه روان دي، د مور د نوم لیکلو ملاتړی اړخ په تمه دی چې دا پروسه په ښه توګه پیل شي خو مخالف لوري یې له پیل وړاندې د لغوه کولو په تمه دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum