لوی څارنوالۍ د خبریالانو په وژنې تورن کسان پر ٣٠ کاله بند محکوم کړل

خبریال وېب پاڼه/ پرون د لویې څارنوالۍ استازو له رسنیو سره په ګډه ناسته کې د خبریالانو د وژنو په قضیو کې تورن کسان ٥ زره افغانۍ جریمه او پر ٣٠ کاله بند محکوم اعلان کړل.

یاده ناسته د لویې څارنوالۍ له لوري د ١١٥ خبریالانو د وژنې د قضیو په تړاو راپور وړاندې کولو لپاره ځانګړې شوې وه.

همدا راز د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، اطلاعاتو ته د نه لاس رسي، د سولې په پروسه کې د رسنیو د حقونو مدافع همکارانو نه شتون، د خبریالانو ګواښل، د ښځینه خبریالانو د بې کارۍ په اړوند اندېښنې او د خبریالانو اړوند نورې ستونزې او موضوعات هم په کې مطرح شول.

لومړی لوی څارنوالۍ د ١١٥ خبریالانو د وژنې په اړه د یو شمېر افغان خبریالانو خلاص لیک ته په ځواب کې راپور وړاندې کړ چې د خبریالانو د وژنې ٣٠ قضیې څېړل شوي دي.

د لوی څارنوالۍ په راپور کې په ډاګه شوه چې د خبریالانو د وژنې په ٢٨ نورو قضیو کې تورن کسان له پولیسو سره په ټکر کې وژل شوي.

٨ نورې قضیې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا تر څېړنو لاندې دي.

د لوی څارنوالۍ په خبره د خبریالانو د وژنې د ٣٨ قضیو عاملین طالبان او نورې ترهګریزې ډلې دي، او ٩ نورې قضیې چې په ١٣٩٨ کال کې پېښې شوې وې عاملین یې طالبان وو.

لوی څارنوالۍ راپور ورکړی چې تېر او سږ کال د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ١٩ قضیو کې ٣٣ تورن کسان پېژندل شوي دي.

په دې قضیو کې وژنه، لفظي شخړه، سپکاوی، وهل ټکول، ناوړه ګټه اخیستنه او د دولت پر وړاندې تبلیغات شامل دي.

د لویې څارنوالۍ استازي وویل چې په دې قضیو کې تورن د محکمې د پریکړې پر اساس تر ٥٠٠٠ افغانیو پورې جریمه او ٣٠ کلونو لپاره پر بند محکوم شوي دي.

د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم په ولایتونو کې د حکومت او رسنیو د ولایتي کمیټې د غونډو د فعالیت او ترسره کېدو په اړه راپور ورکړ.

په ناسته کې دا راز د پژواک خبري اژانس د مشر دانش کړوخېل، نی د دفتر مشر مجیب خلوتګر د ګواښ موضوع او د عبدالصمد حامد پویا د شهادت موضوع هم مطرح شوه.

په افغانستان کې خبریالان د لویو ستونزو او ننګونو سره مخ دي، ډېر کله د خبري پوښښ پر مهال د حکومتي کسانو له لوري هم ځورول کیږي او پرېوخت اطلاعات نه ورکول کیږي، د لفظي شخړو سره مخامخ دي او وهل ډبول کیږي، د مافیایي کړیو له لوري پر مرګ ګواښل کیږي، په ټوله کې افغان خبریالانو لپاره د خبریالانو په توګه افغانستان کې ژوند کوله له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More