The news is by your side.

عبدالله عبدالله ډېر ژر د عمران خان په بلنه اسلام اباد ته ورځي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په راتلونکو څو ورځو کې پاکستان ته په سفر ځي.

عبدالله عبدالله به اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې قطر کې د افغانانو پر خپل منځي خبرو او پخلاینې خبرې وکړي.

ښاغلی عبدالله اسلام اباد ته دا سفر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه کوي.

عبدالله عبدالله دا راز پرون په یوه انلاین ناسته کې هیله وښودله چې په قطر کې د افغانانو خپل منځي خبرې به د افغانستان څلور لسیزې جګړه ختمه کړي او په هېواد کې به وینه توییدنه ودریږي.

عبدالله عبدالله دا راز وویل، د سیمې ټول هېوادونه د ترهګرۍ له ګواښه سره مخامخ دي او د افغانستان سوله به وکولی شي دا ګواښ له منځه یوسي.

په وروستیو کې د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هڅې د سولې په برخه کې د ستاینې وړ دي.

عبدالله عبدالله د سولې او نورو ملي مسایلو لپاره په چټکو کارونو او هڅو د خلکو پام خپل ځان ته ور اړولی.

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانانو د خپل منځي خبرو پرانیست غونډه کې د عبدالله عبدالله خبرې هر اړخیزې او هیله مندې وې، چې ډېری شننونکي د عبدالله عبدالله وینا او دریځ ستایي.

خو دا په داسې مهال ده چې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه چې د عبدالله عبدالله په حضور کې پیل شوه لا هم د افغانانو د خپل منځي خبرو تر پړاوه نه دي رسېدلي او لا هم دواړه لوري په کاري اصولو طرزالعملونو پر کار بوخت دي.

له طالبانو د افغان حکومت، امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده چې د مذاکراتو په درشل کې دې ژر تر ژره اور بند اعلان کړي، ځکه د طالبانو له لوري جګړې او تاوتریخوالي بیخي ډېر زور اخیستی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.