کوئټه:پاکستان تر (۴۰۰) زیات طالبان نیولي دي
خبریال وېبپاڼه – پاکستاني ملیشو(ایف سي) په کوټه او د بلوچستان ایالت سرښار ته څېرمه تر ۴۰۰ زیات ځوان طالبان نیولي دي.
د کوټې شورا یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې نیول شوي طالبان اکثره هغه ځوانان دي چې د افغانستان له جګړې کوټې ته ستانه شوي او ځیني داسي کسان هم ورکي شامل دي چې په افغانستان کې له ټپي شویو طالبانو سره پاکستان ته تللي دي .
د نیول شویو طالبانو په تړاو ملا عبدالسلام او عباس دراني د پاکستاني استخباراتو(ای ایس آی) سره اړیکي نیولي چې دا کسان بېرته را خوشي کړي؛ خو طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې پاکستاني استخبارتو ورته ویلي چې دا کسان د دوی له لوري نه بلکه د پاکستاني ملیشو (ایف سي) له لوري نیول شوي دي.
د طالبانو د کوټې شورا غړي وايي چې تر دم ګړیه کوم لوړرتبه طالب مامور لا هم د پاکستاني ملیشو له لوري نه دی نیول شوی.
د نیول شویو طالبانو لویه برخه پر بلیلي چیک پوسټ او بای پاس باندي نیول شوي دي.
تر دم ګړیه طالبانو رسمآ او هم دا راز پاکستاني چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي. خو طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د نیونو دا سلسله له تېرې یوې اونۍ را هیسته روانه ده .
ویل کېږي چې پاکستان نن سبا هڅه کوي چې له افغانستان نه د راتلونکو طالبانو مخه ونیسي. ښايي دوه علته وي؛ یو دا چې په افغانستان کې جګړه دوام پیدا کړي او بل دا چې پاکستان باندي د نړۍ والي ټولنې فشار زیات دی چې هلته طالبان ښکاره فعالیت کوي.
پاکستان چې د افغانستان سره سره د ټولې نړۍ سره په دوه مخې پالیسي تورن هیواد بلل کېږي؛ له یوه لوري هڅه کوي چې په افغانستان کې حکومت خو نړۍ وال ځواکونه خوشحاله وساتي، او له بله لوري طالبان خپل ځواک بولياو کوښښ کوي چې له خپله ځواکه کار واخلي او د افغانستان اوسنی نظام ړنګ کړي.
په طالبانو کې اوس ډېری مشران هڅه کوي چې د پاکستان له منګولو ځانونه وژغوري خو ځینو نورو یې بیا ځانونه د پاکستان منګولو ته داسي ور اچولي چې د طالبانو په مشرتابه کې خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.