The news is by your side.

ډابينز: طالبان ځکه اروبند نه کوي ځکه دوی په تشدد روږدي دي

خبريال ويبپاڼه/ د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو پخواني ځانکړي استازي جميز ډابيز انديښنه څرګندي کړي او وايې که امریکایي ځواکونه له طالبانو سره د سولې تر تړون مخکې له افغانستانه ووځي، جګړه به دوام وکړي او دا به کورنیو جګړو ته لار هواره کړي.

پرون چارشنبه جميز ډابينز د ډيوې راډيو د خبريال ددې پښتني په ځواب کې چې ولې طالبان له افغان حکومت سره خبرو کې طالبان اوربند نه کوي وويل:

چې د سولي په خبرو کې د طالبانو يوازينۍ وسيله جنګ دی ، تشدد دی چې طالبان پرې رږدي او هر وخت له دغې وسيلي کار اخلي.

د ډابييز په خبره طالبان ځکه اوربند نه کوي ځکه هغوی د سولي د راتګ يوازيني لار جکړه بولي هغوی داسي فکر کوي چې افغان حکومت به تسلم او خپلي غوښتني پري ومني.

ډابينز دا هم وويل چې تر هغو له فغانانو ترمنځ سوله نه وي شوي امريکایې سرتيري له افغانستان څخه نه باسي ځکه دی وايې چې هر کله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي تړون لاسليک شي له هغه وروسته خپل سرتيري باسو.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې که له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونه ووځي پر افغانستان او ګاونډیو جنګ ځپلو قبایلي سیمو به يې اغیز څه وي، ډوبینز وویل: امريکا تر سولي مخکي له افغانستان څخه نه وځي ځکه دی وايې چې که امريکا تر سولي مخکي له افغانستان څخه ووځي شايد بيا د ۱۹۹۰ مې سليزي د کورنيو جکړو تاريخ تکرار شي.

طالبانو د بین الافغاني خبرو له پیل راهیسې رسنیو ته ویلي چې دوی غواړي د سولې له ټړون وروسته افغانستان ته “اسلامي قانون” راوړي.

خو بل پلو افغان حکومت بيا په اوسني نظام جمهوريت کلک ولاړ دي هغوی وايې چې په هيڅ صورت به د افغانستان اوسنۍ نظام نه بدليږي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانکړی استازی جميز ډابيز په داسي حال کې پر طالبانو تندي نيوکي کوي چې څه موده مخکي د اامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي وو چې طالبان ډير ځيرک او هوښيار خلک دي.
چې د ټرمپ له څرګندونو ورسته د افغان او نړيوالو سياستوالو غوسه يې راپارولي وه.

دا هم بايد وويل شي چې کله راهسي د سولي خپل منځي خبري پيل شوي په افغانستان کې جکړي زور نيږلی دی.
هره ورځ د هيواد په لري پرتو سيمه کې په سلګونو افغانان شهيدانيږي او ټپيان کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.