The news is by your side.

پاکستان که طالبان نه غواړي چې سوله اشي؟

خبريال ويبپاڼه/ له دوو اونيو راهسي د افغان حکومت د مرکچې پلاوي د تماس ډله او د طالبانو د تماس ډله له څو ورځو راهسي يوازي په دې نه دي سره جوړ شوي چې يوازي دواړه ډله د خبرو منځ ته کيني چې څنکه په کوم مينوال به د خبرو بهير بيليږي.

که څه هم د سولي د خپل منځي خبرو نن لومړی ورځ په ډير دوستانه ماحول کې د ګڼو هيوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو او سياسي استازو په شتون پيل او پای ته ورسيده.

داسي برېښېده چې ګواکې د دواړه لوري د طالبانو مرکچي پلاوی او افغان حکومت مرکچي پلاوي پوره تربیه شوي او هر یو له يوه منظم پلان او ستراتيژۍ سره د سولي خپل منڅي خبرو لپاره د قطر دوحي ته راغلی.
له رسنيو سره ددې پلاوو د غړو له خبرو داسي ښکاريده د چې هر لوری په ډير احتياط مخ ته ځي.

تر ډيره بريده داسي ښکاريدل چې داوړه لوري له جکړي څخه ستړي او ددې شل کلنې جکړي د پای ته رسيدو په حل لارو يې باندي تاکيد کول.

خو اوس ولي هر څه د تمي خلاف شول؟ ولي طالبان په هغو خبرو ونه دريدل چې که ټول بنديان يې خوشي شي په دريو ورځو کې بين الافغاني مذاکراتو ته تيار دي.

خو اوس دا دی دری اوني کيږي چې د سولي د خبرو لپاره دواړه غاړي دوحي ته تللي خو لا د خبرو په پيل ، ميکانيزم سره نه دي جوړ شوي.

پوښتنه دا چې پاکستان نه غږاړي چې خبري پيل شي که طالبان ؟

د طالبانو شاليد او.تاريخ ته په کتو ويلای شو چې دا ډله په بشپړ ډول د پاکستان د پوځ تر لاس لاندي ده چې دـپاګستان پوځ هر څه غواړي ددې ډلي غړي ناچاره دي همغه به کوي.
ځکه اوس ددې ډلي مشر او قطر ته تللي د ټولو طالب مشرانو کورنو په پاکستان کې دي . د طالبانو اوسنی جکړيز ماموريت له د پاکستان له کوټي او کچلاغ څخه مودريت او رهبري کيږي. ټول اکمالات او پلانونه په همدې ځايونو کې جوړيږي.
نو دې ټولو مواريدو ته په کتو ويلای شو چې اوسني لوبي اصلي لوبغاړی پاکستان دی طالبان يوازي يږ سمبول او د هغوی نانځکي دي.

که د افغان حکومت پلاوي ته وګورو هغه هم پوره باصلاحيته نه دی هغه هم له ډلو ټپلو جوړ او د امريکا تر مستقم تاثير لاندي دی.

خبره مو دسولي کوله چې ولي اروبند نه رامنځته کيږي.
بايد ووايو تر څو چې پاکستان غوښتني نه وي پوره شوي تر هغو د سولي د خبرو د پيل امکان ډير کم طالبان به تر هغو تر هغو اوربند ته حاضر نشي چې تر څو ړ پاکستان د پوځ له خوا امر نه وي ورته شوی.
که څه هم طالبان وايې چې د دوی د اختلاف اصلي ټکی په افعانستان کې د يوه اسلامي حکومت راتګ يادوي.
خو دا په ياد ساتئ چې که همد اوس د پاکستان پوځ امر ورته وکړي نه به اسلامي نظام وي ، نه حکومت ، نه بله نه بله.

که طالبان خپلواک وای د افغان ولس چيغو ، غم درد او اوښکو ته به يې کتلای چې هره ورځ په سل ګونه افغانا شهيدان ، ژوبل او زخمي کيږي.
ته او خدای دا به د افغان طالب کاروي چې په يږه ورځ يو ځای کې ۳۰ افغان قتل عام وکړي جسدونه يې وسوځي او بې احترامي ورته وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.