The news is by your side.

ځان مه دوکه کوئ

خبريال ويبپاڼه/که مو ژوند ته ځير شئ نو وبه ګورئ ، په هر څه چې تر لاسه کولای يې شئ او يې غواړئ تر لاسه يې کړئ نو د خپل کوښښ او هڅو په پايله کې به يې تر لاسه کړئ.

هيڅ داسې کوم څه په نړۍ کې نشته چې بې له کومې هڅه دې تر لاسه شي. که يو ساده د ډوډۍ خوړلو مثال ورکړو ډير ژر به قانع شئ. کله چې تاسو ډوډۍ خورئ خپل لاسونه ، ګوتي ، خوله او غاښونه مو په حرکت راولې او حتی دا چې د بدن دننه غړي مو هم دې اماده کوئ چې په حرکت راشي، تر څو د ډوډۍ خوړولو، ژوولو او هضم پروسه رسته ورسيږي.

ټول ژوند ټيک همدې د ډوډۍ خوړلو ته ورته دی ځکه که موږ په ژوند کې ټول غړي په کار وا نه چوو نو شايذ کارونه مو نيمکړي او سم تر سره نشي.

خو په ټوله کې بايد ووايو چې هر څه ممکن دي خو ليږ کار غواړي ځکه که موږ هڅه ونکړو شايد ژوند مو په ټپه ودريږي او هيڅ به مو نه وي کړي، وخت به رانه تير وي.

ژوند يو ماشين ته ورته دی، ددې ماشين تيل او خوراک د انسان له خوا کار کول دي که د ژوند په ماشين کې د کار تيل وانه چول شي ژوند دغه ماشين دريږي نور نشي کولای حرکت وکړي بلکي يوازي به يې نوم پاتي او بس.

هغه څوک چې د بل لاس ته پراته وي زحمت او خواري نه کاږي هغوی هم د هغه فلج او شل خلکو ته ورته دي چې هيڅ د کار کولو توانه لري.

نو که غواړئ د ژوند څرخ مو ډير په ميړانه تاو کړي او دغه ماشين په حرکت راولئ همدا اوس د کار او زيا په لټه کې شئ داسې څه وکړي چې د ځان برسيره مو.کورنۍ ااو آن ټولې ټولني ته ګټه ورسيږي.

دا هم بايد په ياد ولرئ چې هغه خلک هيڅ کار نشي کولای چې نن به يې وکړم، سبا به يې وکړم. يا ځه وخت ډير دی داسې نورې بهاني جوړوي لومړی ځان او بيا خپله کورنۍ غولوي.

ځکه په ژوند کې هر کار همدا اوس پيليږي همدا اوس يې وخت او همدا اوس بايد پيل شي.
ځکه ژوند يوازې همدا اوس ګړۍ ده ځکه تير وخت خو تير دی په هيڅ صورت هغه نشو راګرځولای او راتلونکی مو په لاس کې نه دی چې څنګه به وي بیا هم وايم ژوند يوازي همدا اوس دی او اوس بايد خپل پلان او کار عملې کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance