The news is by your side.

اڅکزی: روانه جکړه د پاکستان پوځ پر مخ وړي

خبريال ويبپاڼه /د پښتون عوامي ملتپال ګوند مشر محمود خان اڅکزي تيره ورځ د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه ښار کې د خبريالانو يوې ادحادي ته خبري کولي وويل چې په پاکستان کې او افغانستان کې ميشت سياستوال ټول پوهيږي چې د افغانستان کې په روانه جکړه کې د پاکستان د پوځ لا س دی. د هغه په خبره چې بايد داسي نه وای شوي.

ښاغلی اڅکزي زياته کړه چې افغانستان هيڅ کله په پاکستان کې مداخله نه ده کړي نو د پاکستان پوځ او حکومت هم بايد په افغانستان کې مداخله ونه کړي او د هفو ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي چې په افغانستان کې په جکړه بوخت دي.

محمود خان اڅکزي وويل چې پاکستان کې جمهوريت نشته بلکي د پوځ استبداد چليږي ځکه د خبره چې د پوځ هر څوک خوښ وي هغه ته د پاکستان د صدرات څوکۍ ورکول کيږي.

محمود خان اڅکزي دا خبري په داسي حال کې کوي چې څلور ورځي مخکي د پاکستان په اسلام اباد کې ټولو ګوندونو د پاکستان په پوځ نيوکي وکړي او هغه يې په زوروتکۍ او استبداد تورن کړ.
چې وروسته دا نيوکي په سختو سياسي ناندريو بدلي شوې.

له هغه ورو سته د پاکستاني پوځ او سياستوالو تر منځ سختي ناندرۍ رامنځته شوې چې د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې ګڼو ګوندونو ټول ګونديزه غونډه تر سره کړه او د پوځ خلاف يې سختي څرګندوني وکړي.
په دغه غونډه کې د ملسم ليګ (ن) ګوند د مشر نواز شريف او ملا فضل الرحمن په ګډون د ګڼو ګوندو مشرانو پر پاکستاني پوځ سختي نيوکې وکړې.
د ګوندو مشرانو د پاکستان پوځ زور زياتي او استبداد تورن کړ او ويې ويلي چې د پاکستان ملکي حکومت هيڅ واک او صلاحيت نه لري بلکي د پوځ تر لاس لاندي ګمزوری حکومت دی.

له دې نيوکو وروسته د پوځ او سياستوالو ترمنځ سختي ناندرۍ رامنځته شوې.
په دې اړه په پاکستان کې حکومتي او اپوزیسیون ډلو د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د پوځي ضد بیاناتو په پایله کې د یو بل پر ضد لاریون وکړ.

شاهد خاقان عباسي چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د اپوزیسیون مسلم لیګ (ن) غړی دی ، وویل چې هغه باور لري د ټول ګوندیزې غونډې وروسته به د اپوزیسیون مشران د احتساب ادارې دفترونو څخه لیدنه وکړي او د احتساب په محکمو کې به ودریږي. وي.

خو بل پلو بيا د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن نن یوې خبري غونډې ته وویل چې که د پاکستان پوځ په سیاست کې مداخله کوي نو دوی به حتمن د پوځ په وړاندې دريږي او انتقاد به پري کوي.
فضل الرحمن په داسي حال کې د پوځ پر ضد دا څرګندونې کوي چې په ورته وخت کې د پښور د حساب ورکونې ادارې هغه د اداري فساد د تورونو په تور د تحقیقاتو لپاره غوښتی دی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance