The news is by your side.

پښتون ژغورني غورځنګ غړي: د نجيب تلين په بنو کې لمانځو

خبريال ويبپاڼه /د پښتون ژغورني غورځنګ ګڼو غړو او د بنو د څانګي مشر صمد خان لالا په يوه ويډيې پيغام کې چې په خپله فسبوک پاڼه يې خپره کړي ده ويلي چې د راتلونکي جمعي په ورځ به د لوی افغانستان د پخواني ولسمشر شهيد ډاکټر نجيب الله ۲۴ تلين په ښه شانداره مراسمو لمانځي.

په دغه ويډيې پيغام کې د پښتون ژغورني غورځنګ د بنو د څانګي مشر صمد خان لالا او يو بل مخکښ غړي نديم عکسر له ټولو پښتنو افغانانو څخه غوښتنه کړي چې د شهيد نجيب الله په ۲۴ تلين کې دي ګډون وکړي.

عسکر نديم زياتوي چې له ټولو پښتنو افغانانو څخه په افغاني ننګ هيله کوو چې د لوی افغانستان د پخواني ولمسشر ډاکټر نجيب الله تلين په لمانځ غونډي کې دې برخه واخلي.
عکسر نديم وايې چې ياده غونډه د بنو ښار په ايډيټوريم حال کې د راتلونکي جمعي په ورځ د ماسپين په دری نمي بجي پيليږي.

بايد وويل چې نه يوازي دا چې د پښتون ژغورني غورځنګ د بنو څانګي غړو دا خبر خپور کړی بلکي د پښتون ژغورني غورځنګ ګنو غړو دا خبر خپور کړی او ويلي يې دي چې دوی به هم په دې غونډه کې ګډون پکي کوي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ هم دا خبر په خپله فسبوک پاڼه خپره خپور کړی دی او ليکلي يې دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي تصصم لري چې د بنو په ستر ښار کې د لوی افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله ۲۴ تلين لمانځي.

بايد وويل شې د کرښي هغي غاړي پښتانه د شهيد ډاکټر نجيب الله تلين په داسي حال کې په شاندارو مراسمو لمانځي چې افغانستان کې د ګلبدين حکتپار په ګډون ځينو پخواني مجادينو د ډاکټر نجيب الله دتلين له لمانځلو سره مخالفت وکړ او خپلو پلويانو ته يې امر وکړ چې ارګ ، پارلمان او د لړي جرګي حميه بايد محاصره او څوک پرينږدي چې د شيهد ډاکټر نجيب الله تلين ولمانځي.

خو په افغانستان او په تيره بيا د ټولو پښتو له سخت غبرګون سره مخ شو د ډاکټر نجيب الله زرکونو پلويانو.د لوي جرګي خيمه مخته اعتراص وکړ په ساعتونو ، ساعتونو د لوي جرګي مخته کيناستل تر هغو چې د لوي جرګي دوراز وزته خلاصه شو.

افغانستان کې هم ددشهيد نجيب تلين د جمعي په ورځ  د لوي جرګي په خيمه کې په شاندارو مراسيمو لمانځل کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance