The news is by your side.

نن له لومړي تر ١٠ ټولګي ښوونځي پیل شول؛ ایا تاسې خپل ماشومان استولي؟

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا ویروس نه دخوندیتوب او مخنیوي په موخه تېر کال د کب میاشتې په وروستیو کې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته نن (شنبه تلې ١٢مه) ټول ښوونځي پیل شول.

تر دې وړاندې د وږي میاشتې په لومړۍ نېټه دولتي ښوونځي یوازې له لسم تر دولسم ټولګیو پیل شوي وو او نن له لومړي تر لسم ټولګي چې نه وو پیل شوي، په حضوري ډول پیل شول.

د پوهنې وزارت وایي، له زده کوونکو مو هیله ده چې روغتیایي تدابیر مراعت کړي او په ښوونځیو کې د کووېډ١٩ د مثبتو پېښو په ثبتېدو به لازم اقدامات وکړي.

نن د ګرمو سیمو له لومړي تر لسم ټولګیو زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیلیږي او د سړو سیمو د ښوونځیو نوی ښوونیز کال پیلیږي او د نویو ټولګیو درسونه به په حضوري ډول پیلوي.

زده کوونکي هم د ښوونځیو پیلېدو ته خوښ دي، چې له اوږدې مودې رخصتۍ وروسته بېرته خپلو ښوونځیو، ښوونکو او درسونو ته ستنیږي.

څو ورځې وړاندې د کابینې د پرېکړې پر اساس دا اوونۍ د شنبې ورځ له اول تر لسم ټولګي ټول پورې د ښوونځيو د پیل اعلان وشو.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې پنځه میاشتو را هیسې د کرونا وبا نه د خوندیتوب په موخه ټول ښوونځي تړل شوي وو.

د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې د ښوونځیو په پیلېدو سره ځای ځای په پلازمېنه کابل کې هم په یو شمېر ښوونځیو کې د کووېډ١٩ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

افغانستان کې د هوا په ګرمېدو او د دوبي په راتلو سره د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ د مثبتو پېښو ثبت را کم شو چې په دې توګه د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو په ګډه سره د وږي میاشتې په لومړۍ نېټه د ښوونځیو د پرانیستلو طرحه وړاندې کړه او د کابینې له لوري په تایید سره دولتي ښوونځي له لسم تر دولسم او خصوصي ښوونځي له اول تر دولسم پیل شول.

بیا هم د هوا په سړېدو سره د کرونا ویروس یا کووېډ١٨ ناروغۍ د بیا چټکې خپرېدنې او دویمې څپې وېره شته چې د روغتیا وزارت وایي له وړاندې ورته چمتووالی لري، خو که د امکان په صورت کې د کووېډ١٩ ناروغي بیا چټکه خپره شي ترې نه د خوندیتوب او مخنیوي په موخه به یو ځل بیا پوهنتونونه، ښوونځي او ټولې ښوونیزې ادارې وتړل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance