The news is by your side.

له ٦ میاشتو وروسته د حج او عمرې مراسم بیا پیلیږي

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا وبا نه د خوندیتوب او مخنیوي په موخه له شپږ میاشتني ځنډ وروسته په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د حج او عمرې مراسم او مناسک بیا پیلیږي.

د سعودي عربستان حکومت وایي، ټول روغتیایي تدابیر او روغتیایي لارښوونې په پام کې نیول شوي او مقدسو ښارونو ته د حج او عمره کوونکو تګ هم پیل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د چټکې خپرېدنې سره سم د سعودي عربستان حکومت کعبه شریفه او نبوي مسجد د حج او عمره کوونکو او لمونځ کوونکو پر مخ وتړل او د شپږو میاشتو په ترڅ کې یوازې محدود شمېر کسانو په کعبه شریفه او نبوي مسجد کې د عبادت اجازه درلوده.

د کرونا ویروس نه د خوندیتوب او مخنیوي په موخه د نړۍ په اسلامي هېوادونو کې هم زیات شمېر مسجدونه تړل شوي وو او یوازې محدود شمېر کسانو په کې لمونځ اداء کولی شو.

دا لومړی ځل نه دی چې کعبه شریفه او نبوي مسجد د شپږو میاشتو یا اوږدې مودې لپاره تړل شوي وو، بلکې تر دې وړاندې په نورو وبا لکه ملاریا، کولرا او نورو او خپرېدونکو ناروغیو پر مهال او د مسلمانانو سره د کفارو په جګړه کې هم چې مسلمانان یې وژل، د زمزمو اوبو په څاه ګانو کې یې د مسلمانانو جسدونه غورځول، په لارو کې یې د مسلمانانو له کاروانونو مالونه لوټ کول او د ورته نورو لاملونو نه د مخنیوي په پار د څو کلونو لپاره کعبه شریفه او نبوي مسجد تړل شوی وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.