The news is by your side.

د غازي جام سياليو د دوهمي لوبي پچه سپين غر لوبډلې وګټله

خبريال ويبپاڼه / د غازي امان الله خان جام یو ورځنۍ سیاليو د ننۍ لوبي پچه بند امير لوبډلي وګټله او لومړی یې د مس عینک لوبډلې په وړاندې د بیټینګ پريکړه وکړه.

بايد وويل شي د زون په کچه د غازي امان الله خان جام لیست ای ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې ، بندامیر بوست ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه او د روان ټورنمنټ لومړۍ بریا یې خپل کړه.

د لوبې له پیل دمخه د لړبې پچه د بند امیر لوبډلې وګټله شو چې د بوسټ ټیم ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. په لومړي اننګز کې ، بست په ۳۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځیدو سره ۸۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۹۰ منډو هدف وټاکه.

په پرونۍ لوبه کېـمنير احمد د بست لپاره تر ټړلو زياتي ۳۵ منډي وکړي په داسي حال کې چې د بند امير لپاره حمزه هوتک ، نجات مسعود، کريم جنت غوره بالينګ وکړ د بست لوبډله يې په ۸۹ منډو کې ټولخ را ايساره کړه.

بند امیر بیا د هدف ترلاسه کولو لپاره بريګد بيټنک پیل کړ. بند امیر په ۱۸ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې ورکړل شوی هدف پوره ک
او لوبه یې د ۶ ويکټو په توپير وګټله.

د یادونې وړ ده چې دا یو ورځینۍ سیالۍ د پنځو زونونو د ټیمونو ترمینځ په کندهار کرکټ لوبغالي کې پیل شوې دي.

هيره دې نه وي چې دغه سيالۍ به نور کلونه د ننګرهار په غازي لوبغالي کې تر سره کيدې.ک

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.