The news is by your side.

عراق: امریکایي ځواکونه دې په ټاکلې نېټه ووځي؛ مرستې ته یې اړتیا نه لرو

خبریال وېب پاڼه/ د عراق د ګډو عملیاتو قومندانۍ په یوه خبر پاڼه کې له امریکا غوښتي چې پر ټاکل شوې نېټه دې له عراق ووځي.

د عراق د ګډو عملیاتو قومندانۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې وړاندې زیاته کړې، چې د امریکا په ګډون ټول بهرني ځواکونه دې په ټاکلې نېټه عراق پرېږدي، موږ د خپل هېواد د اداره کولو او ساتلو وړتیا لرو، امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتیا نشته او نه یې مرستو ته اړتیا لري.

عراق ټینګار کوي، که امریکا عراق کې د پاتې کېدلو لپاره هر څومره پلمې ولټوي خو له ټاکلې نېټې به یې یوه ورځ هم زیات په عراق کې د پاتې کېدو اجازه ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، په نږدې راتلونکې کې به له عراق او افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي او امریکا ته به یې وغواړي.

ټرمپ دا راز ویلي د روان زېږدیز کال تر پایه له کرسمس یوه ورځ وړاندې به له افغانستان هم خپل ځواکونه وباسي.

دا ټرمپ دا څرګندونې په سیمه او نړۍ کې د نوموړي د سیالانو له لوري ټاکنیزې یادې شوي، چې پر وینا یې غواوي امریکایانو ته وښیي چې کومې ژمنې یې ورسره کړې وې پرې ولاړ دی او عملي کوي یې او په دې توګه غواوي په ټاکنو کې خپله څېره وښیي.

بل لور بیا طالبانو د ټرمپ له پرېکړې چې غواړي د کال تر پایه ځواکونه وباسي تود هر کلی کړی او راتلونکې کې یې ورسره د ښو اړیکو د پاللو ژمنه ک،ې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.