The news is by your side.

ارګ: د کابل امنیت لپاره دي ټکنالوژي ورکارول سي

خبریال ویبپاڼه/ کابل کې تر بل هر وخت جنايي او ترهګریزې پیښي زیاتې سوې ان خلک بغیر له ډیري اړتیا له کورونو څخه نه راوزي خو پوښتنه داده چې ولې يې دولت مخنیوی نسي کولای

دا ځل د کابل د خراب امنیت په هکله د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې باید د کابل پولیسو لیکو کې بنسټیزبدلون راسي او د دې واقعاتو د مخنیوي لپاره دي عصري ټکنالوژي وکارول سي

ولسمشر محمد اشرف غني یوې امنیتي غونډې ته ویلي چې کابل کې باید د خلکو امنیت خوندي او د پولیسو په لیکو کې بنسټیز تغیرات رامنځ ته سي

ارګ د یوې اعلامیې له مخې ویلي د دې سره سره چې باید جدي اقدامات وسي د کابل ښار کې يې ۳۰۰ امنیتي کامرې نصب کړې چې د امنیت برخه کې ښه رول لري

خبرپاڼه وايي غني امنیتي مسؤلینو ته ویلي چې  د ځمکو د غصب تر خوا دي د کابل ولسوالیو د امنیت ټینګښت ته هم خاصه پاملرنه وسي او د خلکو ستونزې دي پروخت حل کړل سي

د کابل امنیت لپاره امنیه قومانداني تیره ورځ خبر ورکړ چې دلاسي ګاډیو، د کوچنیو توکو خرڅوونکو او د لیني موټرانو ډریورانو د بایومټریک پروسه یې پیل کړې ، تیره اونۍ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د غلا او نورو جرمنو د زیاتیدو له امله امر وکړي چې دغه ډول کسان دي  په ډزو وولي

کابل کې ان داسې پیښي هم رامنځ ته سوې چې د یوه ټلیفون پر سر يې یو ځوان وژلي او مو بایل يې ترې وړی له داسې سترو جنايي پیښو وروسته د کابل ښار اوسیدونکو د خپل مال او ځان په هکله زیات اندېښمن سول خو اوس تازه امنیتي چارواکي د ډیرو کسانو د نیولو او په دې برخه کې د جدي مبارزې کولو خبر ورکوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.