The news is by your side.

د شهید رازق دویم تلین کندهار کې ځوانانو وینه ورکړه

خبریال ویبپاڼه/ د شهید رازق د شهادت تلین یو نوی دود تر شا پریږدي؛ وینه مه بهوئ وینه ورکړئ د افغانستان د نورو ولایتونو ترڅنګ کندهار کې هم د شهیدا جنرال رازق د شهادت دویم تلین د ځوانانو له لوري میرویس روغتون ته د وینې په ورکړه ولمانځل سو

دې ځوانانو وویل چې موږ شهادتونه داسې لمانځو! هغوی په کندهار کې د میرویس روغتون وینې بانک د خپلو ټپي او  ناروغو هېوادوالو د ژغورنې په موخه وینه ورکړه او ويې ویل چې  دا به یو دود ګرځوي

دې ځوانانو وویل چې وینه مه بهوئ بلکي وینه ورکړئ ترڅو په وینه ورکړه د یوه ټپي انسان او افغان ژوند وژغورل سي هغوی جنرال عبدالرازق د کندهار او سیمې په کچه یو زړور جنرال وباله او زیاته يې کړه چې هغه د خپل ژوند پر مهال د هېواد د خپلواکۍ  او افغان بیرغ د لوړولو لپاره ډيري هلې ځلې کړې دي

دې ځوانانو وویل چې د شهید رازق ژوند کې پر هغه څو ځله بریدونه وسول خو هغه بیره ونکړه او خپلې دې سپېڅلې مبارزي ته یې دوام ورکړ او اخیر يې په دې لاره کې خپل ځان د خپل هېواد او خلکو قرباني کړ، د دوی له انده چې د جنرال عبدالرازق لاره به دوام ولري او هر کندهاری ځوان د شهید رازق غوندي چمتو دی  چې د خپل هېواد او خلکو ساتلو لپاره ځان قربان کړي

همداشان نن کابل د لويي جرګې تالار کې هم د شهید جنرال عبدالرازق دویم تلین په شانداره مراسمو سره ولمانځل سو پکښي د افغانستان دولت لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې وه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب جنرال عبدالرازق د هېواد د خپلواکۍ ملي اتل یاد کړ او زیاته يې کړه جنرال رازق د افغانستان دښمنانو ته دا ثابته کړې وه چې دا هېواد چا خیرات را کړی نه دی

هغه وویل چې جنرال عبدالرازق د خپل ژوند په اوږدو کې په پوره میړانه له خپلې خاوري او خلکو ساتنه وکړه، په دې مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو مسؤلینو د جنرال عبدالرازق پر ژوند کړنو او مبارزې خبرې وکړې او ويې ویل  چې د جنرال عبدالرازق لاره به ادامه ولري او د هېواد هر بچی جنرال عبدالرازق کیدلای سي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.