The news is by your side.

د افغانې شربت ګلې عکس پولنډ کې په څه باندې ٧٠ زره ډالر وپلورل شو

خبریال وېب پاڼه/ د افغانې شربت ګلې عکس په پولنډ هېواد کې په یوه بولۍ کې په لوړه بیه وپلورل شو.

پولنډي شرکت دیسا یونیکوم چې یلده بولي یې په لار اچولې وه، پرون جمعه ورځ راپور ورکړل چې ددوی په بولۍ کې د افغانۍ شربا ګلې عکس په خورا لوړه بیه ويلورل شو.

د شربا ګلې عکس د پولنډ په پولي واحد په ٢٨٣٠٠٠ زلوټه واخیستل شو چې څه باندې ٧٠ زره ډالره کیږي.

د بولۍ جوړونې کمپنۍ دیسکا یونیکوم وایي، دا یولۍ پنجشنبه ترسره شوه او په کې د افغانې شربت ګلې عکس په لوړه بیه د پلور ریکارډ جوړ کړ.

د افغانې شربت ګلې دا عکس لسګونه کلونه وړاندې د پېښور د کډوالو په یوه کېکپ کې د امریکایي عکاس سټېف مک کري له خوا واخیستل شو او په نړیواله مجله کې خپور شو.

د عکس له خپرېدو وروسته شربت ګله په نړۍ کې د کډوالو د یوه سمبول په توګه وپېژندل شوه، هغه مهال په عکس کې د شربت ګلې معصومه څېره، ژور لید او شنې سترګې خورا را ښکون لري، چې په څېره کې یې له ورایه د کډوالو وضعیت څرګندېده، له هغې وروسته شربخ ګله په نړیواله کچه د کډوالو د یوې بېلګې په توګه وپېژندل شوه.

یاده افغانه چې مهال له ١٨ کلنۍ کم عمره وه، اوس مهال ٥٠ کلنه ده او څو کاله وړاندې له پېښور کابل ته راغلې، چې افغان حکومت د مرستې په توګه د اوسېدنې یو کور هم ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.