The news is by your side.

سعودي عربستان ۴۵ تنه د اداري فساد په تور نیولي

خبریال ویپاڼه/ د سعودي د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون نن په خپره کړې خبر پاڼه کې وویل: چې د سعودي په اردو او پولیسو کې د شپږ افسرانو په ګډون ۴۵ کسان د فساد په اړه د تحقیقاتو په څار نیول شوي دي.

د دوی په منځ کې ۱۳ دولتي کارمندان ، څلور سوداګر او پنځه سعودي وګړي دي چې د دفاع وزارت سره قرارداديانو لپاره کار کوي نیول شوي دي.

د نغدو پیسو او املاکو په شمول ټولټال ۶۰۲ ملیونه سعودي ریال چې (شاوخوا ۱۶۰ ملیون امریکایي ډالر) کیږي ضبط کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت هم د سعودي دفاع وزارت څو کارمندان د اداري فساد او ترهګرۍ په تور نیول شوي وو.

د سعودي؛ یوې ځایې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي چې ۳۳ تنه یې د ترهګرۍ په تور نیولي او په نیول شويو کې ۹ تنه امریکایان هم دي.

دې ورځپاڼې ته سعودي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چې په نیول شویو کې د ۹ تنو امریکایانو ترڅنګ ۱۴سعوديان، درې يمنيان، دوه شاميان او د انډونیزیا، فلیپین، متحده عربي امارات، قزاقستان او فلسطين يو يو وګړی هم شامل دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.