The news is by your side.

د کرنې په برخه کې د ښځو ظرفیت لوړوالی

خبریال ویبپاڼه/ په ټول هیواد کې  څه باندې دیرش زره ښځو د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې روزنه ليدلي ده.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت: سږکال څه باندې دیرش زره ښځو د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې روزنه ليدلې ده.

د کرنې په وزارت کې د کورنیو د اقتصاد مشر وایي، د دغه ښځو لپاره، کورنۍ باغچې هم جوړې شوې دي څو له دې لارې پیسې ترلاسه کړي.

د یاد وزارت شمیرې ښیې چې په کلیو کې ۹۰ سلنه ښځې، کرنې او مالدارۍ باندې بوختې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د کرنې وزارت میدان ‌وردګ ولایت کې کروندګرو مېرمنو لپاره ۱۱۰ کورني باغچې جوړوي.

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دوی د نارینه وو بزګرانو ترڅنګ ښځینه وو بزګرانو ته هم ډېره پاملرنه کوي د دوی په خبره یاد ریاست هلې ځلې کوي، چې د ښځینه وو بزګرانو عواید ډېر او اقتصادي ودې ته یې زمینه برابره کړي.

د  میدان‌ وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکي وویل: چې بېوزله مېرمنو لپاره د کورنیو باغچو د جوړولو په لړ کې داځل د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ د مرکز میدان او بهسود ولسوالۍ په ۱۱۰ بېوزله کروندګرو مېرمنو د کورنیو باغچو د جوړولو اړین توکي وېشلي دي.

د میدان ‌وردګو ولایت د کرنې ریاست د چارواکو په خبره د دغو کورنیو باغچو د جوړولو په پار پر دغو مېرمنو پر هر یوه یې د کورنیو باغچو د جوړولو د اړینو توکو ترڅنګ په کورنیو باغچو کې د کرکېلي په پار د بېلابېلو سبو تخمونه هم وېشل شوي دي.

د دغو توکو د وېشلو ترڅنک برخمن شوي مېرمنې په کورنیو باغچو کې د سبو تولید، حفظ الصحې او په کورنیو باغچو کې د محصولاتو د راټولولو او پروسس په برخه کې روزل شوي هم دي.

د میدان ‌وردګو ولایت د کرنې ریاست د چارواکو وایي، چې کورنۍ باغچې د کورنیو په اقتصادي وده او پرمختګ کې رغنده رول لري، چې ورسره به د دغو کورنیو د خوړو د خوندیتوب ترڅنګ اقتصادي حالت هم ښه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.