The news is by your side.

جمهوریت روغتون کې د فساد اوج!

خبریال وېب پاڼه/ د جمهوریت روغتون مشر او څلور تنه کارکوونکي چې په فساد تورن دي، د دوسیو له تړل کېدو څخه مخکې یې دندې ته ستانه شوي دي.

د جمهوریت روغتون مشر او څلور تنه کارکوونکي چې د تیلو په مصرف کې په فساد تورن دي، دندې یې ځنډول شوي او لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي وو، خو د دوسیو د څېړنو له بشپړېدو مخکې خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

د جمهوریت روغتون د مرکز ګرمۍ او د جنراتورونو د تېلو مصرف کې د عامې روغتیا وزارت د پلاوي د څېړنې راپور چې له ١٣٩٢ کال څخه تر ١٣٩٨ کال پورې خبریال وېب پاڼې ته رسیدلي، ښیې چې څه باندې ٣٩٣ زره لیتره تېلو کې څه باندې ٢٨ میلیونه افغانۍ فساد شوی.

اوس د عامې روغتیا وزارت وایي چې د پلاوي څېړنه لومړنی ده او سل سلنه فساد نه ښیې.

لویه څارنوالي وایي چې د دغه کسانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي، خو د څېړنو په لړ کې د عامې روغتیا وزارت څخه د زیاتو معلوماتو غوښتونکي شوي دي، چې دوه میاشتي کیږي ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.

دا سندونه چې خبریال وېب پاڼې ته رسیدلی دي، د روغتیا وزارت د ټاکل شوي پلاوي راپور دی چې د جمهوریت روغتون د تیلو مصرف د ١٣٩٢ کال وروستیو نه د ١٣٩٨ کال جدي میاشتې تر ١٥مې نېټې پورې ښکاره کوي.

د څيړونکي پلاوي د دې راپور په بنسټ چې دلته ذکر شوی دی په دې وخت کې ٣٩٣ زره او ٣٥٠ لیتره تېل د لګښت شوي مصرف سره توپیر ښکاره کوي.

د روغتیا وزیر ته د دې راپور وړاندې کولو نه وروسته د جمهوریت روغتون مشر محمد الله علیشنګي، د اداري عمومي مدیر امین الله عمرخېل، د خدمتونو مدیر بشیر احمد او د توکو مدیر سردار محمد دندې وځنډیدلې.

بل لوري بیا دا کسان د دې موضوع د څيړنې له پاره د ١٣٩٨ کال سلواغې په میاشت کې لویې څارنوالۍ ته ور وپيژندل شول.

خو اوس بیا روغتیا وزارت پرته له دې چې د لویې څارنوالۍ له لوري د یادو کسانو څیړنې بشپړې شي دا کسان یې د همدې میاشتې په ١٩ نیټه باندې خپلو دندو ته استولي دي.

د څيړونکي پلاوي یو تن غړی اوس مهال د هغه وخت خپلې موندنې لومړنۍ بولي او وايي چې سلو په سلو کې فساد نه ښکاره کوي.

لویه څارنوالي وايي چې د دې کسانو د قضیو څیړنه روانه ده او په دې اړه روغتیا وزارت څخه د ډېرو معلوماتو غوښتونکي شوي دي، خو دوه میاشتو په تیریدو سره بیا یې هم ځواب نه دی تر لاسه کړی.

د جمهوریت روغتون مشر هر ډول فساد ردوي او وايي چې د څيړونکي پلاوي څيړنې بې طرفه نه دي.

روغتیا وزارت په داسې حال کې دا کسان بېرته خپلو دندو ته استولي دي چې دوسیې وروستۍ شوي نه دي خو وايي چې دا موضوع په جدي توګه څيړل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance