The news is by your side.

یوځل بیا د افغانستان جګړه غیري اسلامي بلل سوې

خبریال ویبپاڼه/ د نړۍ په کچه څو ځلې د افغانستان د اوسنۍ جګړې په هکله څرګندونې وسوې او زرګونه عالمانو د افغانستان روانه جګړه ناروا بللې وه خو لاهم افغانستان کې  دا غیري اسلامي جګړه هره ورځ زموږ لسګونه بې ګناه هېواد وال شهیدانوي

د نړۍ د دیني عالماانو د اتحاديې رییس شیخ احمد الرسوني په یوه تازه مرکه کې ویلي چې  د افغانستان روانه جګړه ناروا ده او څو ځله يې  د دې جګړې په هکله نظریات ورکړي

د ده په وینا د افغانستان حالات هر وخت ارزوي او په پوره بارو سره ویلای سي چې افغانستان کې روانه جګړه هیڅ شرعي جواز نلري او دا جګړه غیري اسلامي جګړه ده

نوموړي زیاته کړه چې تر دې وړاندې يې هم څو ځله د افغانستان جګړه مسلمان وژنه بللې او دا لوی جرم دی همداشان ځان وژوونکي بریدونه هیڅ جواز نلري ده له افغانانو غوښتي چې  اوسنۍ موضوع ته دي سیاسي حل لاره پیدا کړي او د خپل هېواد لپارهر دي کار وکړي

افغان جګړه چې کله هرکال د مرګ ژوبلي نتیجه ټوله کړي نو تر ټولو ډیر ملکي کسان پکښي له منځه تللي وي او یو زیات شمېر يې ژوبل وي تر دې وړاندې هم په یو شمېر هېوادونو کې دیني عالمانو د اسلامي هېوادونو همکاریو نړیوال سازمان د حرم شریف مفتیانو او نورو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه مسلمان وژنه اوجرم ګڼلی وو، خو افغانستان کې دا غیري اسلامي جګړه لاهم په شدت سره روانه ده او هره ورځ د دې ناوړه جګړې قرباني غریب افغانان ورکوي

سیخ احمد په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغان سولې کولو لپاره موقع را نژدې سوې خو طالبانو په افغانستان کې پر همدې موقع د جګړې ډګر تود ساتلی او په دې سره یې د سویو هوکړو څخه په ښکاره ډول سرغړونه کړې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.