The news is by your side.

ناټو د افغانستان په اړه نن غونډه کوي

خبریال ویبپاڼه/ تمه ده چې په بروکسل کې نن د ناټو د دفاع وزارت وزیران غونډه وکړي او د سولې په ګډون پر یو لړ مهمو موضوعاتو باندې بحث وکړي

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې تازه د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې په دې شرایطو کې به خپل پوځيان افغانستان کې پریږدي اونه یې باسي

بل لوري بیا ټرمپ ویلي چې تر راتلوونکي ۲۰۲۱ کال پوري به خپل سرتیري له افغانستانه باسي په همدې درشل کې بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه ترسره کیږي

تر دې وړاندې په ناټو کې د امریکا سفیرې ویلي وو چې د ناټو ددفاع وزیرانو په افغانستان کې پر روان وضعیت او د سرتېرو پر حضور خبرې کړې دي.

ناټو په خپله پریکړه کې ویلي چې له افغان ځواکونو سره به د روزنې او ټولو برخو کې همکاري کوي هغوی ویلي تر ۲۰۲۴ کاله پوري به داهمکاري دوام کوي

ناټو څو ورځې وړاندې د افغان ځواکونو ته د باور صندوق له لارې ۳،۲ میلیارده ډالر غونډ کړي ناټو د باور صندوق له لارې د افغان ځواکونو د تجهیز او ملاتړ لپاره ۳،۲ میلیارده ډالر ټول کړي او ژمنه سوې چې ناټو له افغانستان سره تر ۲۰۲۴ کال پوري ملګرتیا کوي

ناټو په یوه تازه بیان کې ویلي چې ویلي چې تر ۲۰۲۴ کال پوري به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي دې بیان کې ویلي سوي چې ناټو به امنیتي سرتیري هم  وروزي

د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د باور صندوق عمومي پلاوي غونډه ترسره سوه چې په کې د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ په اړه بحث سوی.

بیان وايي د دې غونډې په ترڅ کې پریکړه وسوه چې ناټو به خپلو همکاریو ته تر ۲۰۱۴ زیږدیز کال پوري دوام ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.