هغه پاکستاني اداکاره چې د فلم د شوټینګ پرمهال په هندوستان کې امیندواره شوې او بیا…
پاکستانۍ اداکارې متیرا په ډاګه کړې چې هغه هندوستان ته د فلم د اډیشن لپاره تللې وه چیرې چې دوه اونۍ وروسته هغې احساس کړه چې هغه امیندواره شوې وه.
په یوه خصوصي تلویزیوني پروګرام په مرکه کې متیرا وویل: کله چې زه هند ته د فلم د اډیشن لپاره تللې وم او له دوه کالو ډیر وخت مې تېر کړ، نو ما دوه لویې وقفې ترلاسه کړې، چې زه یې په اړه ډیر خوشاله وم، په هندوستان کې زما کار ډیر ښه روان و. هلته دوه اونۍ وروسته ما احساس وکړ چې زه امیندواره شوې یم.
View this post on Instagram
اداکارې متیرا زیاته کړه چې وروسته له هغې چې پوه شوم چې زه امیندواره شوې یم نو هاخواه دیخواه ګرځېدو کې په هیڅ نه پوهیدلم چې څه وکړم. زما مور له ما څخه وپوښتل چې څه پیښ شوي دي. خپلې مور ته مې د خپل حالت وویل نو هغې ماته د بېرته راتګ وویل خو ما بیا هم ونه منله.
متیرا وویل چې زما د شوټینګ نیټې زما د حمل له 7 څخه تر 8 میاشتو پورې راتلې، نو ما د حمل په وخت کې نشو کولی چې ډیر سفر وکړم.
ډیری خلکو ډیر مختلف نظریات ورکړل چې ما نوره هم پریشانه کړي. ځینې خلکو وویل چې کار ته پاملرنه وکړئ پداسې حال کې چې ځینو ویل چې ځان ته پاملرنه وکړئ. د خلکو مثبت او منفي نظریاتو پرته ما کار ته توجه وکړه او په دې حالت وم چې ویل به مې چې څه کېږي په فکر کې یې نه یم.
هغې په انټریو کې وویل چې ما د فلم ډایریکټر ته وویل او اوس چې کله ډایرکټر زما زوی ګوري نو هغه وايي چې دا هغه هلک دی چې زموږ د فلم د شوټینګ په حالت کې مینځته راغلی دی.”