افغان ځوانان له نړيوال جام څخه د پاتې کېدو په درشل کې

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د نولس کلنو څخه د کم عمره لوبډلی لوبغاړي لا هم په متحده عربي اماراتو کې دي او نړيوال جام کې د ګډون لپاره د ويزو په انتظار شپې او ورځې سبا کوي.

د معلوماتو له مخې تمه وه چې سبا افغان لوبغاړي لومړی انګلستان او بيا له هغه ځايه ويسټ انډيز ته الوتنه ولري خو د ويزو د نه راتګ له امله يې پرواز تر نهم د جنورۍ ځنډيدلی.

د ویزو په وخت نه راتلو له کبله د افغان لوبډلې تمريني لوبې د انګلینډ او متحده عربي اماراتو سره چې جنورۍ په لسمه او دولسمه نيټه کيدلې، اوس ناممکن ښکاري.

بله خوا داسې اټکل هم کيږي چې ښايي د يادې ستونزې له امله افغان لوبغاړي هيڅ ونه شي کړای ويسټ انډيز ته پخپل وخت ورسیږي، چې ورسره یې د نړيوال جام رسمي لوبو کې ګډون هم ناشونی بريښي.

د يادولو وړ ده چې افغان لوبغاړو ته د ويزو د ترلاسه کولو لپاره کرکټ نړیواله شورا هم هلې ځلې کوي خو لا هم په دې اړه کوم پرمختګ نه تر سترګو کیږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com