افغانستان او قطر کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تمریناتي سیالي

خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوې چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د هالنډ په وړاندې د رسمي سیالیو وړاندې د قطر کرکټ ملي لوبډلې سره دوه دوستانه تمریناتي سیالۍ ترسره کړي.

ټاکل شوي چې د یادو تمریناتي سیالیو لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه به د جمعې په ورځ (جنورۍ ۷مه) نېټه د قطر په اسیا ټاون لوبغالي کې ترسره شي.

دوهمه سیالي به د همدې میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

د یادو سیالیو څخه موخه د هالنډ په وړاندې لوبو ته د چمتوالي په موخه ترسره کیږي.

افغانستان کرکټ ملي لوبډله څو ورځې وړاندې د ۳۱ کسیزه سکواډ سره چې لوبغاړي او د لوبډلې کارمندان هم پکې شامل دي،قطر هیواد ته ولاړه.

د قطر کرکټ ټولنې یا ادارې (QCA) مشر شیخ عبدالعزیز بن سعود بن عبدالرحمن الثاني افغان لوبډلې او ملاتړو کارکوونکو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: “مونږ خوښ یو دی چې افغانستان کرکټ بورډ قطر د خپل نوي کور په توګه منلی دی. موږ په بشپړ ډول چمتو یو چې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته هغه شان اسانتیاوې چې دوی ورته اړتیا لري، دلته برابرې کړو. موږ د افغانستان کرکټ بورډ لوبغاړو او د هغې کارمندانو ته ښه راغلاست وایو او د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) تر نظارت لاندې په آسیا ټاون لوبغالي کې د هالنډ د ټیم پر وړاندې ورته یوه بریالۍ لړۍ غواړو.”

د افغانستان کرکټ بورډ عملیاتي مدیر عبدالولي امین د قطر کرکټ ادارې او رییس څخه مننه وکړه چې د دوی لوبډلې لپاره یې بشپړ چمتوالۍ او ترتیبات رامنځ ته کړي دي.

“د افغانستان لوبډله لدې مخکې هم قطر ته تللې وه او موږ ډېر خوښ یو چې زموږ لپاره یې ښې اسانتیاوې برابرې کړې او موږ د قطر دولت او د کرکټ ادارې څخه د دوی په زړه پورې چلند څخه مننه کوو.”

ټاکل شوې چې د افغانستان او هالنډ ترمنځ درې پنځوس اوریزو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه به د جنورۍ په ۲۱مه، ۲۳مه او ۲۵مه نېټه ترسره شي.

د یادو سیالیو څخه موخه ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته لار موندل دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com