هند د ۲۰۲۲ د ښځو شل اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / د هند د ښځو د غوراوي کمیټې د ۲۰۲۲ کال د ښځو نړیوال جام لپاره د میتالي راج په لوبډلمشرۍ لوبډله غوره کړه او هرمنپریت کوور د هغې مرستیاله ټاکل شوې ده.

د هند لوبډله به د ۲۰۲۲ کال د مارچ په شپږمه نېټه د پاکستان پر وړاندې د نړیوال جام لومړۍ لوبه د تورانګا په بې اوول کې ترسره کړي.

د هند ښځینه لوبډله به د فبروري په 11مه نېټه د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ کې هم برخه واخلي.

د ښځو نړیوال جام لوبو د مهالویش له مخې به هند د پاکستان سره له مخامخ کېدو وروسته د مارچ په لسمه، ویسټ انډیز سره د مارچ په دولسمه، انګلېنډ سره د مارچ په شپاړلسمه، اسټرالیا سره د مارچ په نولسمه، بنګله دېش سره د مارچ په دوه وژشتمه او سویلي افریقا سره د مارچ په اووه ویشتمه مخامخ شي.

د ۲۰۲۲ نړیوال جام او د نیوزیلینډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو لوبو لپاره د هند لوبډله:

میتالي راج (لوبډلمشره)، هرمنپریت کور (مرستیاله لوبډلمشره)، سمریتي، شفالي، یاستیکا، دیپتي، ریچا غوش (وېکټ ساتوونکې)، سنه رانا، جولان، پوجا، میګنا سنګ، رینوکا سینګ ٹھاکر تانیا، راجیشوری، پونم.

د یادونې وړ ده چې د ښځو شل اوریز نړیوال جام کې به 31 لوبې د 31 ورځو په ترڅ کې ترسره شي او اته ښځینه کرېکټ لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبیږي.

د نیوزېلند اکلېند، کرېسټ چرچ، ډونډین، هامېلټن، تورنګا او وېلېنګټن هغه شپږ ښارونه دي چې د ښځینوو نړیوال جام لوبې به په کې ترسره شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com