ډیکاک پلار شو؛ لومړنۍ ماشومه لور یې زېږېدلې

خبریال وېبپاڼه / د سویلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتوونکی او چټک توپ وهوونکی کوېنټن ډي کاک پلار شو، د هغې او مېرمن یې ساشا لومړنۍ ماشومه لور وزېږېده.

د یادونې وړ ده چې کوېنټن ډي کاک د لومړي ماشوم د لېږېدو په تمه د هند پر وړاندې د سویلي افریقا په دوه ټېسټ لوبو کې هم ګډون ونه کړ.

ډي کاک دا راز له ټېسټ کرېکټ تقاعد اعلان کړ چې لامل یې هم له لومړي ماشوم زېږېدو وروسته کورني مسؤولیتونه دي، ډیکاک ویلي وو چې غواړي کورنۍ سره ډېر وخت تېر کړي.

کوېنټن ډي کاک د ساشا د امېنداورۍ پر مهال د خپل ماشوم د زېږېدلو خبر پر خپل انسټګرام هم خپور کړی وو.

د کوینټن ډي کاک او د هغه د مېرمن ساشا هرلي د مینې کیسه په فېسبوک پیل شوې وه.

دواړو لومړی ځل په ۲۰۱۲ کې سره ولیدل. او په ۲۰۱۶ کال کې یې واده وکړ.

د ډي کاک مېرمنې ساشا د واده له شاو خوا شپږو کالو وروسته پرون( جنورۍ شپږمه) لومړۍ ماشومه لور وزېږوله.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com