د پاکستان کرکټ لوبغاړو ته په بيلابيلو برخو کې ايوارډونه ورکړل شول

خبریال وېبپاڼه / پاکستان کرکټ بورډ د هر کال په پای ته رسيدو سره په مختلفو کټګوريو کې هغه لوبغاړي ستايي او په ايوارډونو يې نازوي کومو چې د ياد کال په دوران کې په کورنۍ او نړيوال کچه غوره کارکردګۍ کړې وې.

پاکستان کرکټ بورډ دا ځل هم په يوه غونډه کې چې تيره ورځ ترسره شوه، د ۲۰۲۱کال د غوره کارکردګيو لرونکو لوبغاړو ته ايوراډونه ورکړل.

په نړيوال جام کې د هند په وړاندې لوبه کې د کال غوره کارکردګۍ ايوارډ د پاکستان ملي لوبډلې چپ لاسي تېز بالر شاهين افريدي ته ورکول شو.

د ايمرجينګ لوبغاړي جايزه بیا تېز بالر محمد وسيم جونير ته ورکړل شوه، کوم چې په کورنيو او ملي لوبو کې ډير ښه ثابت شوی و.

د يوورځنيو لوبو د کال د غوره لوبغاړي ايوارډ بيا د پاکستان ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم ته ورکول شو، چې د ياد کال په دوران کې يې په ۶ يوورځنيو لوبو کې ۴۰۵ منډې جوړې کړې وې.

د ټيسټ فارمټ د کال غوره لوبغاړی بيا د پاکستان ملي لوبډلې تېز بالر حسن علي وټاکل شو چې په نهه نړيوالو ټيسټ لوبو کې يې ۴۵ ويکټې اخيستې وې.

همدا شان ويکټ کيپر بيټر محمد رضوان بيا د ۲۰۲۱م کال تر ټولو د ارزښتناکه کريکټر ايوارډ ترلاسه کړ، چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يې په ياد کال کې په درې واړو فارمټونو کې بيسارې کارکردګي کړې وه.

همدا رنګه محمد رضوان په شل اوریزو لوبو کې هم د کال د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه

د کورني کرکټ د کال د غوره کريکټر جايزه بيا صاحبزاده فرهان ته ورکول شوه، چې په ۲۰۲۱م کال کې يې په کورنيو لوبو کې ۱۸۶۹ منډې جوړې کړې دي.

او بلاخره د ۲۰۲۱م کال د غوره لوبڅار جايزه اصف يعقوب ته ورکول شوه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com