خبریال وېبپاڼه / د نېدرلینډ کرېکټ بورډ تیره ورځ ( د جنورۍ په شپږمه نېټه) دافغانستان پر وړاندې د سیالیو لپاره پنځلس کسیز نوملړاعلان کړ.
د نیدرلینډ کرېکټ بورډ نن په خپره شوې خبرپاڼه کېلیکلي، چې د دغې لوبډلې مشر روزونکي د افغانستان پروړاندې لوبېدونکي لوبغاړي غوره کړل.
نیدرلینډ لوبډلې د افغانستان پر وړاندې سیالیو ته دچمتووالي خبر ورکړی؛ خو مشر روزونکي راین کمپبلویلي، چې په منځني ختیځ کې د افغان لوبډلې پر وړاندېیې لوبېدل سخت کار دی.
(( په منځني ختیځ کې د افغانستان پر وړاندې لوبېدل یوهننګونه ده؛ خو مونږ به یې کابو کړو. محمد نبي، راشد خاناو مجیب اوس د نړۍ په کچه د سوداګریزو لېګونو غورهلوبغاړي دي.))
په اعلان شوي نوملړ کې د پيټر سيلر ( لوبډلمشر)، اکرمن،ډوډ، ايډواردز، برينډن، کلاسين، رين، بوريس، فلويډ،زولفقار، اسد، ليډ، کينګمه، ډوټ او فيليپي نومونه راغليدي.
ذولفقار ته په لومړي ځل نړیوالو سیالیو کې د لوبېدوفرصت ورکول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې نیدرلینډ به له افغانستان سره په قطرکې د دریو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه د روانې میاشتېپه یوویشتمه، دوهمه لوبه په درویشتمه او وروستۍ هغه دهمدې مياشتې په پنځه ویشتمه نېټه ترسره کوي.