ملي لوبې که تجارتي؟ راشد خان سخت انتخاب په مخکې لري

خبریال وېبپاڼه / پاکستان سوپرلیګ کې د ګډون والې لاهور قلندرز لوبډلې عملیاتي مشر ثمین رانا وايي چې راشد به د پاکستان سوپر لیګ اوم پړاو ټولو لوبو کې له قلندرز لوبډلې سره مل وي او په دې تړاو نوموړی کوم شک نه لري.

رانا له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي چې د افغان ملي لوبډلې سیریزونه لا کره نه دي او دی بشپړ باور لري چې راشد به د اوم پړاو پاکستان سوپر لیګ ټولو لوبو کې د خپلې لوبډلې لاهور قلندرز لپاره ولوبېږي.

ثمین رانا داسې مهال په پاکستان سوپر لیګ کې د راشد خان د ګډون خبرې کوي چې نوموړی اوس مهال د استرالیا په بیګ باش کې د ایډلایډ سټرایکرز لپاره لوبیږي او تمه ده چې د روانې جنورۍ میاشتې له یووېشتمې نېټې وړاندې به د هالینډ په وړاندې د لوبو لپاره قطر کې له خپلې ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

د ویلو ده چې افغان کرکټ بورډ هڅه کوي د هالینډ سره له لوبو وروسته له زېمبابوې سره د ملي لوبډلې پلان شوې لوبې ترسره کړي خو لا هم معلومه نه ده چې د پلان په عملي کولو به بریالي شي او که نه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com